احمدشاه بابا؛ یو ملت او تاریخ جوړونکی امپراتور!

استاد محمد زمان مزمل
لوی احمد شاه بابا یو ملي ارزښت دی او دا په دې خاطر چې هغه درې لویې ځانګړتیاوې درلودلې:
اول:
هغه د یو ملت پورې منحصر پاچا نه و هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې او هغه مهال چې د حکومت رقبه یې محدوده هم وه هغه د خپل مسقط الرأس هرات حاکم یو شیعه افغان وټاکه او
چې کله یې پاچاهي لویه شوه هغه پکې په پتیاله کې سیک والي وټاکه.
دویم:
هغه د یوې لویې امپراتورۍ په دننه کې د خپل تاریخ شریکه ګاونډیانو سره د ګډ ژوند او د پولو دننه ګډ وطن جوړ کړ
هغه چې د مشهد په جنګ کې ایران ته ماتې ورکړه بیاهم په یوه مناسب شرط چې د سني نادر افشار ته د ایران سني سیمې سپارل و په دغه واړه شرط له ایران نه په شا شو، همداسې هغه په شمال کې د شمال ګاونډیانو قلمرو ته فاتح ننووت ولې د خپل حکومت په تسلیمدو د یوه مذهبي تحفې په بدل کې له تاجکستان په شا شو.
دریم:
احمدشاه بابا په داخل کې د ملتونو او په بهر کې د مسلمانانو یو خواخوږی امپراتور و
هغه پر هندوستان حمله د هندي مسلمانانو په تېره د شا ولي الله مذهبي مرجع په غوښتنه وکړه د ګلدا سنګ او نورو مؤرخینو له نظره یو مهربان امپراتور چې نه یې تاج درلود او نه د مذهبي مشرانو له مشورې جلا روان و.
همداسې هغه چې کله د نصیر احمد بلوچ بغاوت مات کړ او هغه یې زنداني کړ او بلوچان دده سلام ته له خفګان نه کم ورتلل
هغه په لنډو ورځو کې نصیر احمد بلوچ له زندان وکیښ او هغه ته یې وویل چې پر تا بلوچ خفه شول زه بلوچ ناراض نشم لیدی دغه ده ته پکې بیا هم د هغوی مشر یې هر څه چې پیښیږي پیښ دي.
د همدغسې ځانګړنو له مخې موږ سلطان محمود هم یو امپراتور او ملي ارزښت ګڼو.
ددغسې یو حقیقت درک ډیر اسانه دی او زموږ خلکو تاجکو، هزاره، پښتنو او نورو د همدې حقیقت په رڼا کې متحد راغلي او متجاوزین په همدغسې یو فکر مات او له هېواد شړلي دي .
دا چې د جواد او د جواد غوندې د ځېنو نورو ځوانانو فکر کار نه کوي او د اشغالکرو په دې غوبل کې د خپلو ارزښتونو نه د دښمنانو په فرهنګي یرغل شکولي دي معنا دا چې یا خو د بحران د مرحلې ځوانان دي له حقائقو ګوښې لوی شوي دي
هیله ده له هغه سره په وجداني محاکمه کې نور او په ملت خوږ افغانان توند عکس العمل ونه ښئي چې د هغه توهین وشي.
د بحران په مرحله کې چې خپله مشرانو ملي ارزښتونه سپک کړي داسې استثنایې پیښې طبیعي وي فکر کوم چې د افغانستان د خلکو په ملي جغرافیه کې د ملیتونو او مذاهبو اړیکې د بل هېواد په پرتله ډیرې طبیعي او ملي دي او همدا وجه ده چې متجاوزین دلته ټول په ګډه ماتولای شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button