خلک ولې دروغ وایي؟

لیکنه: ذبیح الله رحماني

پوهېږئ!؟، يو ځل دروغ ويل، ستاسو ټول رېښتيا د پوښتنې لاندې راولي.
بدبختانۀ دروغ نن – سبا په’ ټولنه او خلکو کې دومره عادي – عامه شوي، چې په ويلو يې هېڅ پښېمانۍ او شرم احساس نشته. دروغ شک زېږوي او په اړيکه کې د شک وجود د اړيکې په قطع، او په بېلوالي منتج دی. دروغ په ظاهر بڼه خواږه وي، او ريښتيا ددې برعکس. دروغ ويل ديوې شېبې لپاره کاميابي خو د تل لپاره بيا ناکامې ده…دروغ ويونکې انسانان تل نارامه وي؛ او هر ورځ په دې وېره کې ژوند تيروي چې نن يا سبا به زما اصليت خلکو ته ښکاره شي. او همداسې کېږي ځکه د د دروغو مزل (رفتار) ډېر لنډ دی/وي.
”اسلامي اړخ يې ډېر ښکاره څرګنده دی چې څومره لويه ګناه ده…“

خو ولې خلک دروغ وايې!؟

د لاندې دلايلو له مخې:
د ناپوهۍ له وجې.
تر څو په’ خلکو کې يې بد ياد نشي.
تر څو همېشه تر نور پوه اوسې.
په څه نه پوهېدل.
د عادت (خوي) له مخې.
چې ترڅو نورو سره خيانت او هغوی تېرباسي.
ددې لپاره چې ګټونکی شي.
د ګټو خوندي کولو په’ موخه.
وعده ورکول، خو په’ حقيقت کې پوهېږي چې نه يې شي کولای.
د نورو اشخاصو له ډار (وېرې)
ددې لپاره چې تر نورو ځان لوړ (هوښيار) وګڼړې.
د نور خلکو پرمختک نه زغمل.
حسد (کينه) کولو له وجې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button