بغلان کې يوهلک او نجلۍ د خلکو په وړاندې ووژل شول

1

پلخمري (عزم : جمعه ۱۲ چنګاښ ٩٤)

د مرکزي بغلان چارواکي وايي، چې د بغلان ولایت په دغې ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د خلکو په حضور کې په ډزو وژل شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري رسنيو ته وویل، چې هلک او نجلۍ دواړه د بایسقال کلي اوسېدونکي وو.

نوموړی وايي، دغه هلک او نجلۍ تېره ورځ د نجلۍ د کورنۍ له خوا له کوره د تېښتې په تور په ډزو وویشتل شول.

د بابري پر وینا، دواړو هوډ لرلو، چې له یو بل سره واده وکړي.

د مرکزي بغلان ولسوال زیاتوي، چې د هلک او نجلۍ کورنۍ په خپلو کې سره خپلوي هم لري، خو کورنۍ یې په واده کولو خوښه نه وه.

د یاد ولسوال په خبره، تر دې مهال د دې پېښې په تړاو ۵ تنه نیول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ديموکراسۍ او د ښځو د ازادۍ له امله داسې پېښې زياتې شوي دي خو په افغاني دود او کلتور له مخې دغه ناوړه عمل زيات وخت د هلک او جينۍ په وژلو پای ته ورسيږي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button