طالبانو په جلريز کې يوه ترانسپورتي الوتکه رانسکوره کړه

 راپورونه وايي چې تېره شپه په ميدان وردګ ولايت کې طالبانو هغه پوځي چورلکه رانسکوره کړې چې په سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې د طالبانو او دولتي سرتيرو  ترمنځ د جګړې له پاره يې سيمې ته د دولت تازه دم سرتيري لېږدول، طالبان وايي چې ددوی ملګرو د ميدان ورد ګ ولايت د جلريز ولسوالۍ مرکز ته نږدې يوه الوتکه رانسکوره کړې چې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په يوه شاړه سيمه کې غورځېدلې ده. د طالبانو ویاندوایي، نن له سهار تر يوولس بجو پورې د جلريز ولسوالۍ په زیوالات، خواجه صاحب، شیرخان او محمدنورخیلو سیمو کې  یې اووه پوستې له دولتي سرتېرو نيولي دي. د يادونې وړ ده چې د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې د پوليسو پر پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه روان دي چې له امله يې د باميانو لاره هم تړل شوې ده. دميدان وردګ ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي ويلي چې په جګړه کې د دوی ۴ تنه سيمه ايز پوليس وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي ،خوږياڼي په جګړه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې يادونه هم وکړه خو وايي چې کره شمېره په لاس کې نه لري. طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې له اوړمې شپې راهيسې د پرون ورځې تر درېيو بجو دميدان وردګوجلريزولسوالۍ په اسماعيل خېلوسيمه کې ددښمن په پوستوبريدونه روان دي . نوموړی وايي  چې اوه پوستې فتحه او ۲۲ پوليس او اربکيان وژل شوي دي.

حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button