د طالبانو په برید کې 30 تنه پولیس ووژل شول

لږ تر لږه 30 تنه افغان پولیس هغه مهال ووژل شول چې د پنجشنبې په لومړیو شیبو کې طالبانو د وردګو ولایت په ختیځه برخه جلریز دره کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو سخت بریدونه پیل کړ.

د راپورونو پر آساس طالبانو نه یوازي داچې د جلریز ولسوالۍ د زیاتره برخي کنترول په خپل لاس کې واخیست  بلکي 12 ستراتیژیکي پوستي یې هم ونیولي چې د جلریز او ولایت پر لویه لاره پرتي دي ، د جګړې په پایله کې یې څه دپاسه 30 تنه پولیس ووژل . او یو شمېر یې ژوندي ونیول .

د رسنیو د راپورونو له مخي د یادې پیښې پخلی د ولایتی شورا مشر هم کړی او ویلی دي چې په سیمه کې حالت اوس د امنیتي ځواکونو له کنتروله وتلی ، په داسی حال کې چې مرکز هیڅ توجه نه ده کړي ،

نوموړی طلوع نیوز ته وویل :  چې دا حالت د مرکز کابل د ځینو چارواکو له لوری رامنځ ته شوی ، ده وویل : چې د دې سیمي لپاره له 40 تر 50 نورو اضافي ځواکونو منظوري هم اخیستله شوی ، اعاشه یی جاری شوی وه ، ولی بیا هم تراوسه ورته رسیدلی نه وو .

د ولایتی شورا یو بل غړی طلوع نیوز ته وویل : چې د چک ولسوالۍ هم 60٪ د طالبان جنګیالیو په ولکه کې ده .

یاده دې وي چې  طالبانو سږ کال د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندي د عزم په نوم عملیات په ټول هیواد کې پیل کړل ، چې ورځ تر بلي مخ پر زیاتیدو دی او افغان امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي . او ډېري سیمی یې ترخپل کنترول لاندي راوستلي .

که حکومت په دې اړه همداسي بې تفاوته پاتي وي ، کیدای شی ډېري سیمي نوري هم له سقوط سره مخ شی .  او زیاتي مرګ ژوبلي له ځان سره ولري .

ایمل پاڅون

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button