داعش د ابوبکر بغدادي نږدې ملګری اعداموي
(عزم جمعه ۱۲ چنګاښ)
که څه هم د داعش د وژنو او له عامو خلکو سره د چلند څخه اوس نړۍ خبره ده خو يوې برتانوۍ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ويلي چې د داعش د ګوند د مشر ابوبکر بغدادي نږدې ملګری د ياد ګوند څخه د بغاوت په تور په اعدام محکوم شوی دی.
د برتانوي ورځپاڼې(ډيلي ميل) د راپور له مخې د داعش يوې محکمې د داعش د ګوند مشر ابوبکر بغدادي نژدې ملګری او د دغه ګوند د مرکزي شورا غړی ابو عثمان الحسن ته په شام کې د داعش وسله والو تر ولکې لاندې يوې پوځې قرارګاه کې د ګوند څخه دبغاوت او په ګوند د کوتاه د نيت درلودلو په تور داعدام سزا اورولي ده.
د ورځپاڼې په قول ابو عثمان الحسن يوازې د ابوبکر بغدادي او داعش پلوی نه و مګر دبغدادي يو نږدې دوست هم و خو ورځپاڼې ويلي چې دا هم لا مالومه نه ده چې د ابوعثمان الحسن په جرم او محاکمه بغدادي خبر دی که نه.
په ابو عثمان الحسن دا تور هم پوری شوی دی چې غوښتل يې دداعش ترمنځ اختلافات رامنځته ته کړي او ځانته يو جلا ګوند جوړ کړي چې ددې پروسې د ترسره کولو له پاره يې د داعش په ليکو کې ځينې ملګري هم پيدا کړي وو.
د يوه بلې خبري سرچينې (بزنس انسايډر) د مالوماتو له مخې په ابوعثمان الحسن د داعش د محکمې له پريکړې وروسته په لسګونو شامي جنګيالي ددې پېښې په غبرګون د داعش له ليکو وتلي او خپلو کورونو ته ستانه شوي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د داعش په نامه وسله وال د افغانستان په ځينې ولايتونو په ځانګړې توګه ننګرهار هم راپورته شوي چې ولسي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
په هېواد کې دځينې سرچينو د مالوماتو له مخې په افغانستان کې د داعش په نامه راپورته شوي هغه خلک نه دی چې مخامخ دي د داعش له مرکزيت سره اړيکې ولري او دوی دې د هغوی تر امر لاندې په افعانستان کې دداعش له پاره کار وکړي.
د ځينو سياسي شنونکو په اند په افغانستان کې د داعش په نامه څو ډلې رامنځته شوي چې د هيواد په داخل کې او بهر د استخباراتي شبکو په ملاتړ غواړي چې خپل ځانګړي اهداف تر لاسه کړي.
عبداللطيف نظيف