مصر له پوځي کودتا دوه کاله وروسته

ليکنه: موسی مهاجر
د۲۰۱۳ کال دجولای دریمه نېټه دمصر په تاریخ کي یوه توره ورځ بلل کیږي، چي په همدې ورځ دبهرنیو دسیسو په پایله کي دپوځ دمشر او ددفاع دوزیر عبدالفتاح السيسي په مشرۍ دپوځي کودتا په ترڅ کي دمصریانو دخوښي حکومت نسکوره کړای شواو واک پوځ په لاس کي واخیست.
مصریان چي دغربي پالو استبدادي او غیراسلامي رژيمونو څخه ستړي شوي او تر پوزي راغلي وو، د۲۰۱۱ کال دجنورۍ په ۲۵ نېټه يې دحسن مبارک درژیم په ضد پاڅون پيل کړ، تر څو ورځنیو مظاهرو او قربانیو وروسته يې دفروري میاشتي په ۱۱ حسن مبارک اړ کړ، چي له واکه لاس په سر شي.
مصري ولس دا پاڅون په اسلامي فکر او داسلامي نظام دحاکمیت لپاره ترسره کړ، خو د۲۰۱۳ کال دجولای د۳ نيټې انقلاب داسلامي نظام دحاکمیت تصور له منځه یووړ، هغه وو، چي مصریان يوځل بیا دخپلي موخي دترلاسه کولول لپاره راپاڅيدل او دپوځي کودتا په ضد لارو کوڅو ته راووتل او دپوځي کودتا په ضد يې مظاهرې پيل کړې، چي دکودتا دمشرانو په امر دمصر دپولیسو او پوځ له لوري دمظاهره کونکو داسي وژل اوځپل پيل شول، چي دحسن مبارک په وخت کي يې هیڅ بېلګه نه وه ليدل شوې.
دکودتا مشرانو په خپل فکر غوښتل، چي دمظاهره کونکو په وژلو او زنداني کولو به دخلکوپاڅون غلی کړي، هغه وو، چي پولیسو او پوځ ته یې اجازه ورکړه، چي په ټول قوت دمظاهرو مخه ونیسي او په خپل ټول زور دتحریر او نهضة له میدانونو څخه لاریون کونکي وباسي، د۲۰۱۴ کال داګسټ میاشتي په ۱۴ نېټه دتحریر او نهضه په میدانونو کي دمصري پولیسو او پوځ له لوري ۲۶۰۰ مظاهره کونکي ووژل شول او تر ۱۰ زرو زیات ټپيان شول، په زیات شمېر کي لاریون کونکي وسوځول شول، ګاډي پرې وخېژول شول او ډول ډول ظلمونه پرې وشول،چي دظلمونو دا لړۍ اوس هم روانه ده او دا هرڅه دغربي ډيموکراسۍ له شوره په ډکه نړۍ کي دډيموکراسۍ دمدعیانو تر سترګولاندي ترسره کیدل او ترسره کيږي، خو دمصري ولس آواز چاوانوریدو اودنړۍ له مظلومو مسلمانانو پرته چاورسره په دې غم کي ځان شریک ونه بالو، بلکه دپوځي کودتا مجوزينو (غرب اواسرائیلو)دمصریانو دوینودتویولو بشپړ ملاتړ وکړ.
ځکه غرب تر خپلو ګټو پوري ازادۍ او ډيموکراسۍ ته ژمن دی، کله چي دغرب ګټي دديموکراسۍ په مقابل کي واقع شي، نوبیا دمشرکینو دخورمايي بوتانو په څېر ډيموکراسي پرېږدي، دولسونو ازادي تر پښو لاندي کوي او خپلي ګټي خوندي کوي.
څنګه چي دغرب او اسرائیلو موخه له پوځي کودتا څخه داسرائیلو په څنګلوري هیواد «مصر» کي دیوه غیر اسلامي نظام رامنځ ته کول او په دغه اسلامي هیواد کي داسلام او مسلمانانو ځپل او له منځه وړل وو، نوځکه دکودتا مشرانو دغرب او اسرائیلو له موخو سره سم په تیرو دوو کلونو کي داسلام دمخنیوي او له منځه وړلو لپاره یوشمېر اقدامات ترسره کړل.
له پوځي کودتا وروسته سمدستي مصري رژيم په جوماتونو کي په ازادو خطبو بندیز ولګاوو او په زیات شمېر ملاامامان یې دپوځي کودتا دمخالفت په تور ونیول، له پوځي کودتا ډیر وخت نه وو تیر شوی، چي په مصر کي درژیم له پلان سره سم دحجاب په ضد کمپاین پيل شو، دانور محمد له لوري دتاسيس شوي دمصر دسيکولري ډلي مشر له پوځي کودتا وروسته دیوې مظاهرې غوښتنه وکړه، چي «دحجاب دلري کولو نړیواله ورځ» نوم دي ورکړل شي، خو دګوند دمشرانو له مخالفت سره له دې امله مخ شو، چي دمصر او ضاع ددې مظاهرې اجازه نه ورکوي، دمصر دکلتور پخواني وزیر جابرعصفور او ګڼو رژیم پلوه لیکوالانو او سیاستوالو دبربنډتوب ملاتړ او دحجاب مخالفت وکړ، څنګه چي هغه مهال له پوځي کودتا زیات وخت نه وو تیر شوی، نوځکه دحجاب په ضد کوم عملي ګام پورته نه شو، خو د۲۰۱۴ کال په ترڅ کي او په ځانګړې توګه په جون میاشت کي یوځل بیا درژیم پلوه فعالانو او لیکوالانو له لوري دحجاب دلري کولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کي کمپاین پیل شو، چي دمصریانو له غبرګون سره مخ شو، دروان ۲۰۱۵ کال په اپريل میاشت کي دمصر سيکولرو چارواکو او سیاستوالو، رژیم پلوه ليکوالانو او فعالانو غوښتنه وکړه دمئی په لومړۍ اونۍ کي دي دتحریر په میدان کي د«حجاب وکاږئ، په نوم مظاهره ترسره شي.
داسلام ضد اقدماتو په ترڅ کي دمصر دپوهني وزیر دروان کال په مارچ میاشت کي اعلان وکړ، چي له درسي کتابونو څخه یې دجهاد اړوند ټول مضامین ایستلي دي او همداراز يې له تاریخي کتابونو څخه دبیت المقدس او دافریقا دفاتحینو او داسلام دسترو شخصیتونو صلاح الدین ايوبی او عقبه بن نافع رحمهما الله نومونه لري کړي دي.
په مصر کي تر پوځي کودتا وروسته ددغه هیواد قبطي عيسایانو ته زیات اهمیت او واک ورکړل شو، آن دکودتا په دسیسه کي شریک کړای شول، هر څه يې ازاد کړای شول او عبدالفتاح السيسي دمصر دلومړي ولسمشر په توګه دقبطیانو اختر ته حاضر شو.
له کودتا وروسته په مصر کي ارتداد زیات شو او په ښکاره له اسلام څخه دوتلولپاره کمپاینونه پيل شول، مرتدینو به په رسنیو کي له اسلام څخه دوتلو اعلانونه کول او نور مصریان به يې هم همدې ته هڅول او دا هرڅه درژیم په ملاتړ ترسره کیدل.
درژیم مشرانو دتیرو دوو کلونو په ترڅ کي په خپلو ویناوو کي دحقيقي اسلام په له منځه وړلو په وارو وارو ټینګار کړی او تر ولسمشر کیدلو وروسته سیسی په ازهر کي دمذهبي مشرانو په مخ کي په اسلامي نصاب کي په تغیر راوستلواو په دیني چاروکي داصلاحاتوپه راوستلو ټینګار وکړ.
په دې ترڅ کي مصري رژیم دغرب او اسرائیلو دخوشحاله کولو لپاره تیره میاشت په اسرائیلو کي خپل سفارت خلاص او هلته یې خپل سفیروټاکو.
څنګه چي مصري رژیم داسرائیلو له ګټو سره سم رامنځ ته شوی وو، نوځکه په داخل او بهر کي داسرائیلو او غرب دګټولپاره کار ورڅخه واخیستل شو، له پوځي کودتا وروسته داخوان المسلمین سره دنږدېکت په تور په مصر کي دحماس په فعالیت بندیز ولګول شو او دغه ډله غیرقانوني وګرځول شوه او هم غزه دمصر له لوري کلابنده شوه، چي په دې ډول له غزې څخه دنړۍ ترټولو ستر بې چته زندان جوړ شو، مصري رژیم د۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کي په سینا ټاپو کي دکرم قوادیس پېښه چي ۳۱ پوځیان پکي ووژل شول دغزې دکلابندي دسختولو لپاره بانه وګرځوله او له غزې سره یې دیوه کیلومتر په اندازه بفرزون رامنځ ته کړ، په دې ترڅ کي يې درفح پوله چي له اسرائیلو پرته غزې ته یوازنۍ لاره وه وتړله، له غزې سره په پوله یې زرګونه کورونه او لسګونه جوماتونه ونړول، په سلګونو پټ تونلونه يې له منځه یووړل او تیره میاشت يې له غزې سره په پوله دیوه ستر خندق دجوړولو اعلان وکړ، دا هرڅه داسرائیلو په امر او غوښتنه ترسره شول.
مصري رژیم دغرب په غوښتنه تیر کال او روان کال په لیبیا هوايي بریدونه ترسره کړل او په سوریه کي څو ځله هغه مصري توغندي لیدل شوي، چي دسوريې رژیم په انقلابیانو او دسوريې په ولس کارولي دي.
خو دمظاهره کونکو په وژلو، نیولو، زنداني کولو، داسلام په ضد داقداماتو په ترسره کولو او په بهرنیو هیوادونو کي داسلامي ډلو په ځپلو له رژیم څخه دمصریانو کرکه او په ضد يې دمقاومت حوصله لازیاته شوې ده، اوس له پوځي کودتا څخه دوه کاله تیر شوي دي، دمصریانو عزم لاقوي شوی دی او هوډ يې نور هم مضبوط شوی دی، مصریان په دوامداره توګه اوس هم درژیم په خلاف لارو کوڅو ته راوځي او په ضد يې مظاهرې ترسره کوي، آن زیات وخت مصریان دماخوستن تر لمانځه وروسته په جوماتونو کي راټولیږي او بیادشپې له مخي مظاهرې ترسره کوي او نن هم دپوځي کودتا دغندلو په موخه مصریانو مظاهرې ترسره کړي دي اودرژیم دله منځه وړلو لپاره يې خپل هوډ څرګند کړی دی ، چي یوځل بیا دپولیسو له لوري ټپیان او وژل شي دي.
خومصریانو یوازي په مظاهرو بسنه نه ده کړې، بلکه یوې ستري برخي يې وسلې را اخیستي دي اودهغو کسانو محاکمه کول يې پيل کړي، چي په تیرو دوو کلونو کي يې په زرګونو مصریان وژلي، دبښني دنړیوال سازمان له راپو رسره سم تر۴۰ زرو یې زیات کسان زنداني کړي او په تیرو دوو کلونو کي یې دمصریانو په ارمانونو ملنډي وهلي دي.
دتیري میاشتي په ۲۹ ویشتمه ددوشنبې په ورځ دمصر لوی څارنوال هشام برکات چي دتحریر او نهضه په میدانونو کي یې دمظاهره کونکو ځپلو ته اجازه ورکړې وه په یوه موټر بم برید کي ووژل شو، دهشام برکات له وژلو یوه ورځ وروسته دمصر په بېلابېلو سیمو کي تر ۱۷ ډیر ستر بریدونه او چاودني ترسره شوې، دغو بریدونو درژیم مشران دومره وویرول، چي دچهارشنبې په ورځ دمصر دوزیرانو شورا د اونۍ غونډه په خپل پخواني ځای کي ترسره نکړه، بلکه دپولیسو په یوه اکاډیمۍ کي یې په پټه توګه غونډه وکړه، دغو بریدونو چي درژيم پاته مشرانو ته دمرګ پيغام ورکاوو، درژیم مشران دومره احساساتي کړي، چي خپلو پولیسو او پوځیانو ته يې اجازه ورکړې، چي بې وسلې مخالفین بې له محاکمې او څېړني ووژني او هم يې له دغو بریدونو وروسته دزندانیانو داعدامولو خبرداری ورکړ.
دا ډیره مهمه ده، چي په اسلامي نړۍ کي باید غرب پاله او دغرب لاسپوڅي رژیمونه له منځه یووړل شي او پرې نه ښودل شي، چي دغرب ګټي په اسلامي هيوادونو کي خوندي کړي او اسلام او مسلمانان وځپي، له همدې امله مصریان هم مکلف دي، چي باید دمصري غربي پاله او اسلام دښمنه رژیم په ضد مبارزه وکړي او درژیم دله منځه وړلو لپاره له هري لاري چاري کار واخلي، خو ددې مسوولیت دکودتاچي مشرانو په غاړه دی، چي دمصر په ډول مهم عربي هیواد يې له بې ثباتي سره مخ کړی دی او دپوځي کودتا په ترسره کولو سره يې دمصر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت خراب کړی دی او دخپل هیواد ګټي يې تر اسرائیلو او غرب قرباني کړي دي، څنګه چي مصر دکورنۍ جګړې په لوري روان دی، نوددې مسوولیت دغرب او اسرائیلو په غاړه دی، چي دمصر امنیت یې تر خپلو ګټو قربان کړ او په خپلو دسیسو سره يې دمصر له ولس څخه سوکالي واخیستله او جګړه يې پرې وتپله.