په اسلام اباد کې دحکومت له خوا د کورونو نړول(انځورونه)
اسلام اباد(عزم: دوشنبه،۱۲ زمری ـ۹۴ ل)
تېره ورځ پاکستاني چارواکو ددغه هېواد په پلازمينه اسلام اباد کې هغه خام کورونه ونړول چې د حکومت د چارواکو په وينا په دولتي ځمکو کې جوړ شوي وو.
پاکستاني چارواکو ويلي چې دغو کورونو ته مو دوه ځلې خبرداری ورکړی تر څو له دغو سيمو څخه ووځي خو هغوی يې خبره نه ده منلې.
خو سيمه ييزو خلکو ويلي چې دوی بل ځای د سرپناه نه لري او د اوسېدو بل ځای يې نشته.
په پېښه کې د سيمې د اوسېدونکو او د پوليسو ترمنځ د تېږو ګوزارونه هم شوي چې ګڼ شمېر کسان په کې ټپيان شوي دي او ګڼ شمېر دپوليسو له خوا نيول شوي دي.
تر دې مخکې ددغو خلکو په اړه ويل کېدل چې دغه کورونه د افغان کډوالو دي خو وروسته مالومه شوه چې دا افغان کډوال نه مګر د پاکستان د مومندو ايجنسۍ اوسېدونکې دي چې له تېرو څو کالونو راهيسې دغلته اوسیږي.
په انځورونو کې دپېښې حالت وينئ.
عبداللطيف نظيف