د کابل د ادارې دسولې پروسه ټول دروغ دي

img_hpc_taliban_conversations_saratan_16

ليکوال: عبداللطيف نظيف

سوله يوه پاکه سپېڅلې او ارزښتمنه کلمه ده چې د جنګ جګړو ناامنيو له ګواښونو وروسته انسانانو ته د يوه نعمت په توګه ورکول کيږي سوله او ازادي هغه دوه کليمې دي چې ډېری جنګ ځپلي خلک يې د ترلاسه کولو په تکل کې دي.
په ګران هېوادافغانستان کې هم د لسګونو کالونو جنګ جګړو له امله نور خلک د سولې او ازادۍ په تکل کې دي او غواړي چې نور په هېواد کې ارامي راشي او ژوند په ښه توګه روان شي.
د کابل د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو هغه وخت زور واخيست چې کله طالبان په نظامي ډګر کې ځواکمن شول او د کابل اداره يې د امنيت له پلوه چيلنج کړه.
خو داسې يو وخت هم و چې طالبان يوازې د مرګ خلک بلل کېدل او د دښمنانو له نظره بايد طالب يوازې ووژل شي نور له هغوی سره د خبرو او هغوی د يو نظامي او سياسي ځواک په توګه ونه منل شي.
خو د وخت په تېرېدو سره د دښمن دغه فکر لکه باد تېر شو اوس حالات بدل دي اوس طالب په افغاني سياست کې يو ځانګړی مقام لري چې ورځ تر بلې غښتلتيا مومي.
عجيبه خبره ده نړيوالو د کابل د  ادارې د چارواکو په ګډون لومړی په طالبانو بريدونه وکړل په افغانستان يې يرغل وکړ او له طالبانو سره يې جګړه شروع کړه خو اوس لومړی د سولې غږ هم همدوی کوي په داسې حال کې چې دوی په لومړيو کالونو کې په افغانستان کې له طالبانو سره د جنګ له پاره دا هم ويلي و چې تر پنځوس کالونو پورې له طالبانو سره جګړه کولای شي.
خو له هغو پنځوسو نه يې نيمايي کالونه هم جګړه ونشوای کړای.
که حقيقت ووايو نو طالب هغه ځواک بللی شو چې په افغاني سياست کې يې د يوه لوري سره پرتله نه شي کيدای ځکه چې طالب پرون واکمني کړې او کامياب نظام يې رامنځته کړی  نا امنۍ غلا غدۍ قتل زور زياتي،رشوت اداري فساد،د کوکنارو کرکيله دا هرڅه دهغوی په نظام کې جرم و سره له دې چې نه ورسره کوم داسې پياوړی ځواک و او نه هم داسې پريمانه ډالرې.
او نن چې د جګړې په ډګر کې دي هم د بې ساري قربانيو په مقابل کې يې هغه ځواک ته ماتې ورکړه چې چا يې د ماتېدو تصور هم نه کاوه هغه مهال چې امريکااو ملګري يې دخپل جګړه ايز قوت په دبدبه او غرور کې وو يوازې ديوه ټوپک او کلاشينکوف طالب ورته هسې د ميږي په څېر ښکارېده خو خبره برعکس وه کله چې طالب یوځل بیا ميدان ته راووت او د نړۍ د استکبار په مخکې کې  لکه غر ودرېده د امريکا او د هغوی د ملګرو ارادې او پلانونه يې تس نس کړم.
امريکا دطالبانو په خلاف په جګړه کې له هر تکتيک او حربې څخه کار واخيسته خو طالبان يې مات نشوای کړای.
د طالبانو پرخلاف د هرې حربې عمر هم له دوه درې کالونو زيات نه دی.

امريکا اوملګرو يې هڅه وکړه چې خپلې وروستۍ حربې هم استعمال کړی او د سولې د پروسې په نامه يو او بل څوک راپوته کړي او رسنيو ته یې د طالبانو استازي معرفي کړي او له دې سره وغواړي چې د طالبانو په صفونو کې بې اعتمادي او اختلاف رامنځته کړي.

سوله داسې نه شي کېدای چې د يوه نظام يوه ډله خلک دې د سولې شعارونه پورته کوي او په يوه بله نامه دې د سولې په اړه کنفرانسونه جوړوي او بل لور ته دې همدغه نظام دوهم لوړ پوړی چارواکی او پخوانی جنايت کار عبدالرشيد دوستم دې په فارياب ولايت کې د طالبانو په خلاف عمليات پيلوي.
دا کوم منطق دی او دا کوم اصول دي؟
د سولې يو لوری چې طالبان دي پر خلاف يې د مدني ټولنو په لاس په کابل کې د هغوی بدنام تمثيل ترسره کيږي او د طالبانو په وفات شوي مشر ملنډې وهل کيږي دا هم د سولې  له پاره هڅې دي؟
رښتيا هم دا خلک سولې ته ژمن دي او سوله راوستل غواړي؟

که چېرته دولت رښتيا هم سوله غواړي اوچيغې وهي چې طالبان دې جنګ بند کړي نو بيا د دوستم د مليشو د راپوته کولو او له طالبانو سره د نوي جنګ د پروسې پرمخ بېول دڅه له پاره ؟

که دوی رښتيا سوله کول غواړي ولې په اخلاص قدم نه پورته کوي؟
ددوی ستونزه له طالبانو سره ده نو ولې بيا د امريکا له ډاره د طالبانو شرائطو ته غاړه نه ږدي؟
خو داسې نور ګڼ شمېر مثالونه شته چې په قضيه  کې يې مونږ وينو چې دسولې د راتګ په نامه د سولې په مخالفت کې ترسره کيږي.
تر اوسه طالبانود سولې دخبرو مخالفت نه دی کړی خو زما په نظر طالبان د سولې په دې روانې پروسې ځکه باور نه لري چې د سولې راوستل هغه خلک نه غواړي د چا چې په سوله کې خپلې ګټې له منځه ځي  او په جنګ کې  يې خپل ګټې خوندي دي چې همدا لامل دی چې دغه  سوله يوازې بې مفهومه منډې ترړي دي.
نو په پريکنده توګه ويلی شو چې په سوله کې چې بشپړ اخلاص او رښتينولي نه وي هېڅکله په هېڅ توګه په هېڅ وخت کې سوله نه شي راتلی يوازې به هغه خلک چې د سولې په نامه غونډې جوړې وې او ځانونه يې مصروف کړي هغوی به خپلې تنخاوې اخلي او نوربه هېڅ نه وي.
ليکوال: عبداللطيف نظيف
۹۴/زمری/۱۲ يکشنبه

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button