د دولت دګواښونو سربېره هم خلک دملاصيب دفاتحې مراسمو کې ګډون کوي
کابل (عزم: دوشنبه،۱۲ زمری ـ۹۴ ل) د طالبانو د پخواني مشر اميرالمومنين ملامحمد عمر مجاهد له وفات وروسته د هېواد او نړۍ زياترو مسلمانانو د ملامحمد عمر په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده .
په ټوله اسلامي نړۍ او د افغانستان د ټولو ولايتونو په ځينو سيمو کې د ملامحمد عمر مجاهد د وفات په اړه د قرانکريم د ختم او د فاتحې دمراسمو خبرونه ترلاسه شوي دي چې لاهم دوام لري.
خو د افغانستان د ملي امنيت ادارې رسنیو ته په يوې لېږل شوې اعلاميه کې ویلي چې امنيتي ځواکونه دې د ملامحمد عمر مجاهد د فاتحې د مراسمو مخنيوی وکړي، ملي امنيت ويلي چې د ملامحمد عمر په فاتحه کې ګډون کوونکي زمونږ هدف دي او دوی بايد په دغو مراسمو کې برخه وانه خلي.
خو عام افغانان ددې ګواښونو سره سره بيا هم په بېلابېلو سيمو کې د ملامحمد عمرمجاهد د فاتحې په اړه جوړو شويو غونډو ته ورځي او هلته دمرحوم ملامحمدعمرمجاهد د فاتحې او ختم په مراسموکې ګډون او له همغې لارې د طالبانوله نوي امير ملا اخترمحمد منصور سره بيعت کوي.
د يادونې وړ ده چې د ملامحمد عمر مجاهد په مړينه د نړۍ ټولو مسلمانانو د خواشينۍ څرګندونه کړې او په خپلو هېوادونو کې يې غائبانه جنازې کړي او د مرحوم د مغفرت له پاره يې د قرآن کريم ختمونه او د عاګانې کړي.
که څه هم دطالبانو پخوانی مشر ملامحمد عمرمجاهد په ژوند کې هم د القاعده نړيوالي جهادي ډلې په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جهادي خوځښتونو د خپل امير په توګه منلی و خو له مړينې وروسته يې ټول مسلمانان په يوه غږ په مړينه خواشيني دي.
د ملامحمد عمر مجاهد په مړينه ګڼ شمېر عرب ليکوالانو هم ليکنې کړي او د هغه شخصيت او دريځ يې ستايلی دی د الجزيره ټيلويزيون مخکښ ژورناليست تيسير علوني چې له ملا محمد عمرمجاهد سره يې په افغانستان کې ليدلي هم وو په يوه مرکه کې يې د ملامحمد عمرمجاهد د ژوند په بېلابېلو اړخونو خبرې کړي او په پای کې يې ويلي چې ((بس دومره وايم، چې ملا محمد عمر يو بې ساری قايد، زعيم او مشر و)).
ملا محمد عمر له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د افغانستان واکمن و چې د ۲۰۰۱ کال داکتوبر په اوومه نېټه د امريکا د يرغل په نتيجه کې دطالبانو واکمني له منځه لاړه او وروسته هم ملامحمد عمر مجاهد دمرګ تر وخته پورې دافغانستان د اسلامي امارت مشر و.
عبداللطيف نظيف