عسكره!خپل نوم دې دتاریخ په پاڼو کې ولیکه !

لیکوال :فرمان الله نجرابوال

کله چې آمریکا د ګران هېواد افغانستان په پاک حریم ناروا پوځې یرغل وکړ ،افغانستان یې اشغال کړ څو کاله آمریاکانو خپلې ناوړې او نه بښونکې کړنې تر سره کړل .افغانان یې ووژل ډېر ځوانان یې د ترهګر ،القاعده ، وسله وال په نوم ووژل او ډیر ځوانان اوس د باګرام ،پلڅرخې ،کیوبا ،ابو غریب په وحشي زندانو کې شپې سبا کوي ،

چونکه افغانستان یو هېواد دی چې ۵زره کلن تارېخ لري ،ددې هېواد هر بچی ننګیالی دی ،په دې پاکه خاورې باندې لکه احمد شاه ابدال بابا ،میرویس خان نیکه وزیر اکبر خان اتلانو خاپوړې کړې دي . دې مقدسې خاورې لکه ملالۍ میوندۍ زیږولې ده، په دې خاوره کې زمریان میشت دي

ددغو اتلانو بچیانو د آمریکا ظلم ، وحشت ،بربریت و نشو زغملای دخپل بابا د وخت هغه زوړ زنګ وهلی ټوپک یې پر اوږه کړ د تکبیر په ملکوتي چېغې سره د یرغلګرو په مقابله کې پاڅون وکړ او د جهاد مقدسه فریضې لړۍ یې بیا پیل کړه ،

که څه هم دغه اتلان د اوسنۍ ټیكنالوجۍ څخه برخمن نه ول ، په غټو وسلو سمبال نه ول لیکن د ایمان په جذبه ،ولولو باندې سمبال ول

آمریکایان په ټیکنالوجۍ سمبال هوایې فضا ددوی په واک کې وه بیلابیلې الوتکې ،جیټ بي پیلوټه دوی سره وي ،دځمکنې عملیات لپاره وسره توپ ،د مرمۍ ضد ټانګان ول .‏

خو دایو څرګند حقیقت دی چې دحق او باطل جګره شي حق تل بریمن وي .نو امریکایانو د دغو اتلانو (طالبانو ) سره جګړه کې پاتې راغلل ‏

دآمریکایانو ډیرې الوتکې طالبانو پر ځمکه رانسكورې کړې ،ټانګونه یې د زیړو بوشکو ښکار شول او دامریکا سورمخې پوځیان ډیر مردار او یا شل شوټان شول !‏

آمریکا ددې لپاره چې دپوښتنې لاندې رانه شې ځکه چې آمریکا ویلي وو چې موږ به افغانستان څخه وسله والې ترهګرې ډلې او طالبان ختمه وو لیکن ترهګر ،طالبان ختم نه شول لا زیات شول . آمریکا اوس به خپله إقرار کوي چې موږ ددې جګړې ګټونكي نه يو!!‏

امریکا له چل ،مکر ،فریب څخه کار واخیست افغان حکومت ته یې وویل افغانستان باید خپل اردو ولري ،موږ به د افغانستان اردو ته ښه روزنه وركړو ، د جګړې په تكتیک ،تخنیك به یې وپوهوو !!‏

افغان بي واکه حکومت هم ومنله پایله دا شوه چې اردو جوړه شوه دوی ته یې داسي روزنه وکړه چې :تاسو باید دخپل هېواد ساتنه وکړئ طالبان وسله وال دي ترهګر دي دوی نه غواړي چې افغانستان كې سوله راشي .. .‏

افغان ملي اردو ځوانان پدې نه پوهیدل چې طالبان ترهګره نه دي !‏

دوی د حقایقو څخه ناخبر ول په رښتیا چې طالبانو سره یې جګړه کوله ‏‎ ‎‏ ،په جګړه کې به ډواړو لورته افغانان ول آمریکایانو به د جکړې لومړۍ کرښي ته ملې اردو لېږدول او ځان به روسته كړی وو طالبان مجبور ول چې لومړی ملې اردو ووژني بیا آمریکایان ځکه اردو دأمريايانو لپاره سپر وو !

آمریکا ملي اردو ته طالبان ناسم ورپیژندلي وو افغان ملي اردو د آمریکا په تبلېغاتو غولیدلي دي

خو کله چې زموږ دافغان ملي اردو سترګې خلاصې شوي دوی حقایق درک کړل چې کیسه خو سر چپه ده ،چې اصل کې همدا آمریکا ترهګره ده بي ګناه افغانان دوی وژني ،په عام وګړو دوی بمبارد کوي ،تاسو ولیدل په ننګرهار هسكه مېنه کې دفاتحې او ختم په مراسمو باندې بمبارد وکړ یاد هوايي برید کې لسګونه افغانان شهیدان شول .څو ورځې وړاندی د میدان ښار په نرخ کې امریکایانو د چاپې پرمهال ۸تنه ملکیان شهیدان کړل . دا لا په ځای پریږدئ اوس افغان ملې اردو باندې هم بمبار کوي د هلمند په ګرشک کې داردو په غونډه باندې بمبار وکړ چې د دوو قومندانانو په شمول ۶۰تنه ووژل شول !!!

کله چې دملي اردو ځوانانو حقایق درک کړل ، پوه شول چې موږ غولیدلي يو موږ هیواد ساتنه نه کوو موږد آمریکا ساتنه کوو موږ د وطن په چوپړ کې نه یو موږ د آمریکایانو په چوپړ کې یو !

‏ دملي اردو ځوانانو ویده ضمیرونه راویښ شول په بدن کې یې دغیرت وېنې په جوش راغلې ددې هیواد شهیدان ،یتیمان په زړه شول ،إیماني جذبه یې راو پاریده ،دغچ اتنقام اور یې په زړه بل شو . د ټوپک شپېلۍ یې په آمریکایانو راوړله او خپل زخمې ټټر یې یخ کړ د شهیدانو غچ یې د سور مخو څخه واخیست !څو ورځې وړاندې په کندز یو افغان سرتیري درې آمریکایان ځای پرځای ووژل نومړې هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید (تقبله الله ) په ننګرهار أچین ولسوالۍ هم یو باحساسه افغان سر تیری عبدالله کنړی ۴تنه امریکایان ووژل ، په بلخ کې یو نفوذی افغان عسکر (مسعود )۸تنه اشغالګر مړه او ژوبل کړل !!

زمونږ مسلمان ملت به دا ډول فداكارو ،قهرمانو عسکرو نومونه د خپل هېواد دغازیانو په تاریخ کې په زرینو كرښو لیکو او ددغه غازیانو په شهکاری باندې به تل افتخار کوو !

دغه برید په داسې مهال کیږي چې آمریکايي اشغالګر ځواکونه لاهم غواړي افغانستان ته خپل اضافه عسکر را ولیږي او دوی د ویښ او باحساسه ملت هوډ ارداره هم وازمایې !!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button