د طالبانو په زندان کې(۴برخه)

ابوبکر مهاجر

د نیویارک اړوند زما یادونه، زما پر وړاندې د پراته تلویزون پر پرده له راتلونکو منظرونو څخه بلکل مختلف وو. «ویو» چې زما رواني تبصرې ولیدې نو دنګه پاتي شوه. بیا یې ناڅاپه زما ټلیفون غوڅ کړ او خپل خاوند بل براؤن ته یې ټلیفون وکړ او د کیسې جریان یې ورته بیان کړ، ځکه چې هغه پوهېدل چې د بل ځیني ملګري په نړیوال تجارتي مرکز(ورلډ ټریډ سینټر) کې کار کوي.

ما په مسلسل ډول« ډرامه »کتل او د تلویزون پر هنداره مي سترګي ګنډلي وې، تر دم ګړیه زه هیڅ خبره نه وم چې د امریکایي هوایي کرښي ۱۱ الوتنه، کومه چې د بوسټن له لوګن هوایي ډګر څخه لاس اینجلس ته ځي، د نیویارک د وخت سره سم د سهار پر ۸:۴۸ باندې په قصد سره د شمالي برج خواته روانه کړل شوې وه.

تقریبا لس دقیقې وروسته مي بیا پر ټلیفون د خور سره خبري وکړې. څو لمحې وړاندې ما یوه بل الوتنه بوئنګ۷۶۷ کومه چې د متحده ایالاتو د هوایي کرښي ۱۶۵ الوتنه وه، د جنوبي برج سره جنګېدونکې لیدلې وه او په سا شړلي حالت کې مي هغه له دې څخه خبرول چې ناڅاپه یې ټلیفون کښېښودی او خاوند ته یې چیغي کړې.

زه مایوسه شوم او ایسته دوري مي کتل د چا سره چې مي خبره کول غوښتل هغه د غرمنۍ لپاره وقفه کړې وه. ما د نیویارک سره اړیکه نیول غوښتل. دا د نه منلو وړ وېره او وارخطایي وه، ځکه چې دا د(جې، ایف، کې) جان ایف کینډي له وژني وروسته تر ټولو ترهونکې پیښه وه.

نیویارک ښار سمدستي غبرګون وښود. ټول پلونه او تونلونه یې بند کړل. د غرمې پر ۲:۲۵ بجې صدر جورج ډبلیو بوش اعلان وکړ چې«پر ورلډ ټریډ سینټر باندې حمله زمونږ پر هیواد د ترهګرو حمله ده.»

نیویارک سټاک ایکسچینج او ټولي هوایي اډې سمدستي بندي شوې. ویل کېدل چې یو چا د امریکا سره جنګ پیل کړی دی او د دې حملې پر«پرل هاربر» د حملې سره پرتله کېدل.

دلته زه د تلویزون، پر خپل میز باندې د پراته ټلیفون او خپل موبایل تر منځ په منډه وم. ما د خپلو خبرونو د مدیر «جم مرې» او مدیر«ټاونسنډ» سره د اړیکو نیولو هڅه کول، ځکه چې زما غالب ګمان ؤ چې له ما څخه نیویارک ته تګ غواړي.

دوام لري…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button