د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال نیولي دي

عزم(سه شنبه، د تلې یولسمه، ۱۴۰۲): په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا مني چې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لاچټکه شوې او پولیسو دلته تر ۸۰۰ زیات پناه اخیستونکي افغانان نیولي دي.
په اسلام اباد کې د مېشتو افغان کډوالو شورا څرګندوي چې یوازې وړمه ورځ یکشنبه په دې هیواد کې ۸۰۰ تنه افغان کډوال نیول شوي.
د یادې شورا مشر میراحمد روفي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ټول پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیونې لړۍ روانه ده، خو یوازې دوې ورځې وړاندې یکشنبه د اسلام اباد په څنډو کې شاوخوا ۸۰۰ تنه کډوال ونیول شول، چې له دې ډلې یې ۴۰۰ تنه د قانوني اسنادو د لرلو له کبله بېرته خوشي شوي. روفي وایي چې ښایي پاتې کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له وجې له پولې هاغاړې ته وګرځول شی.
یوازې اسلام اباد نه دی چې د افغان کډوالو نیونه پکې عادي چاره ده، بلکې په سند، کراچۍ او پېښور کې هم دا لړۍ عادي ده. هلته مېشت افغان کډوال د پولیسو له ځورولو سرټکوي او وایي چې د اسنادو د لرلو په صورت کې هم په خلاص مټ نه شي ګرځېدای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button