ایران: د افغان کډوالو زیاتېدو اندېښمن کړي یو

عزم(سه شنبه، د تلې یولسمه، ۱۴۰۲): ایران په دې وروستیو کې ویلي چې دې هیواد ته د کډوالو افغانانو شمېر له پخوا زیات شوی دی. د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون په دې وروستیو کې هلته د افغان کډوالو مېشتېدنه ارزولې او ویلي یي دي چې هلته د ناقانونه افغان کډوالو زیاتوالي اندېښمن کړي.
د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون یوه غړي فداحسین مالکي اندېښنه ښودلې چې ښایي د افغانانو په زیات شمېر راتګ سره په جرمي پېښو کې زیاتوالی راشي.
له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکو ټینګار کړی چې افغان کډوال د نورو هیوادونو په کورنیو مسلو کې نه ښکېلېږي. دوی وایي چې هغه افغان کډوال چې د ایران په ګډون په نورو هیوادونو کې مېشت دي؛ د هغه هیواد اصول رعایتوي او په کورنیو موضوعاتو یې کار نه لري.
دوی وایي: (( باید ډاډ ورکړو، چې هېڅ افغان کډوال د نورو هیوادونو په کورنیو موضوعاتو کې لاس نه وهي او نه یې هم د کلونو راهیسې د ایران په ګډون د بل کوم هیواد په کورنیو مسلو کې مداخله کړې.)) دوی د ایرن له اسلامي جمهوریته غوښتي چې له کډوالو سره دې اسلامي او انساني چلند وکړي.
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی. د دوی له یادښته چې هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۵۰۰ نیولې تر ۲۰۰۰ پورې کسان خبل هیواد ته راستنیږي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې درې لکه او درې دېرش زره کسان له ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې یې دوه لکه په زوره اېستل شوي.