په بلخ کې سږکال د ناکو حاصلات زیات شوي

عزم(سه شنبه، د تلې یولسمه، ۱۴۰۲): د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسوولان خبر ورکوي چې په دې ولایت کې په دې وروستیو کې د ناکو کرکېله زیاته شوې او حاصلات یې له پخوا ښه شوي.
د هغه ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر محمد حسین غظیمي وایي چې په وروستیو شپږو کلونو کې په دې ولایت کې ګڼو بڼوالو د ناکو کرکېلې ته مخه کړې ده.
دی زیاتوي چې اوسمهال د بلخ په چمتال، نهرسراج، شولګره، چهاربولدک او نورو ولسوالیو کې تر ۳۵۰ هکټاره زیاته ځمکه باندې د ناکو نیالګي اېښودل شوي. ښاغلی عظیمي زیاتوي چې دمګړۍ د بلخ ناک ازبکستان او پاکستان ته صادریږي او پلان لري چې نورو هیوادونو ته یې هم په صادراتو کې زیاتوالی راولي.
له بلې خوا د بلخ بزګران خوښ دي چې حاصلات یې ښه دي، خو دوی له دولته غواړي چې ددې بوټي په ترویج او وده کې دې له دوی سره مرستې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button