ټرمپ د خپلې شتمنۍ په اړه د دروغ ویلو له امله محکمې ته احضار شوی

عزم: (سهشنبه، د تلې ۱۱مه، ۱۴۰۲): د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک یوې محکمې د خپلو شتمنیو په اړه د درغلیو او دروغ ویلو په تور احضار کړی دی.
ټرمپ د خپل مالي وضعیت په اړه د دروغ ویلو له امله له یو میلیارد ډالرو څخه په ډېرې ګټې اخیستو تورن شوی.
د امریکا پخوانی ولسمشر د دوشنبې په ورځ د نیویارک په منهاټن ولسوالي کې یوې ملکي محکمې ته حاضر شو.
د ټرمپ څارنوال کیون والاس ویلي، چې هغه د پورونو او بیمې لپاره خپل مالي وضعیت له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نادرست بیان کړی و.
د نوموړي په وینا، دې کار د ټرمپ مالي ګټه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې او د املاکو بازار ته یې لوی ګوزار ورکړ.
که پر ډونالډ ټرمپ لګېدلي تورونه ثابت شي، ښايي تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو جریمې او په نیویارک کې د هغه پر سوداګریزو فعالیتونو بندیز ولګول شي.