آخر هم یوسف (طالب) د مصر بادشاه شو

م وحید الله بدري

وخت د هر څه سره ملاقي کړو. امن و، خوشحالي وه. د خوښیو بازارونه ښه پراخ وو غمونه، ورانۍ او بد بختۍ نه وې. د سپینو ستورو قطارونو به د سپینې  سپوږمۍ په اشاره حرکت کاوه. کلی او ګاونډ مو د مسافرو او نادارو آرام ګاه وه، په سینو کې رښتیني زړونه موجود وو.

ظلم او وحشت دلته چا نه پیژندی. دلته خلک کټ مټ لکه  انصار وو. خپل منځ کې مهاجرو وروڼو ته ځای ورکول یې سعادت بلی، د دوی خوښي یې خپله خوښي او ددوی غم یې خپل غم بللی و.

یو ګډ بې تفرقې د خلکو د بدو  بیزاره او بې آزاره معصومانه ژوند مو کوی.

 هغه وو چې د بد بختو ، ظالمو ، بې رحمه بدمعاشانو راته فکر سو .

 داچې د وحشي لیوانو غوندې وینه څیښل ددوی نیشه ګرځېدلې وه ، دوی حیوان صفتو پر انسانیت رحم نه درلود د بل رحم یې هم نسو زغملای .

 د اوبو  خړول یې د هوسۍ د خوړولو لپاره بهانه جوړه کړه.

 د رڼاګانو دښمنانو د یو تور ماښام غوندي ځلانده ورځ پټه کړه .

راغله زموږ خوښۍ یې د غمونو په تیغ ووهلې ، زموږ د خړو کلیو د ځوانانو سهارني او  مازدیګري تر ونو لاندې د مرغانو د ښکلې آوازونو سره ګډ مجلسونه یې په فاتحو بدل کړه. ددې کلیو هغه  ښکلې فضاء  چې د نرګس ، ګلاب او غاټولونو په خوشبویې به معطره وه د لوګیو ، بارودو او وینو بوی واخیست .

 د رڼاګانو وزرې یې ماتې کړې پرځای یې د خلګو پر سر د تیارو او وحشتونو وزرې خپرې کړې.

 تور یې پریښودل سپین یې وهل.

 د امن سرچینې  ( مساجد ، مدارس خانقاه ) یې ړنګولې د فساد د چینو سوري یې غټول .

دجال وو  په یوه لاس کې یې جنت وو خپل اتباعو ته یې ډالۍ کوی ،

 په بل لاس کې یې دوزخ  وو ریښتونې مؤمنان یې د سوزولو په پار  ورداخلول .

همدا حال وو چې آخر ددې تاریکیو څخه د نجات د تر لاسه کولو ،  د رڼا تر څرک پوري د ځان رسولو  او ددې دجال  (چې صرف د ظلم لیدلو لپاره یې یوه سترګه درلوده) د مقابلې لپاره د خټینو کلیو زلمو  او مهدي لستوڼې بډ وهلې .

 هغه توري چې نیکونو یې د انګریز او پلرونو یې پرې د روس مرۍ پرې کړې وې لا هم تیرې وې چې ددې ستر وحشي ښامار سر هم پرې کړي. لا هم هغه مجاهد استادان موجود وو چې کولای یې سول د جهاد او قتال درس خپلو نویو اتلانو ته په هم هغه تجربه او مهارت ورکړي په کومو چې یې د نړۍ دوې سترې امپراطورۍ نړولې وې .

لا هم هغه ملالې ددې ملت منځ کې ژوندی وې چې په خپلو تاثیر ناکو اقوالو یې د جهاد فولادي کمر بند محکم ساتی . زلمو  سمدلاسه د بدریونو په څیر په نشته امکاناتو او د الله په پوره توکل د ایثار میدان ته لار ووهل . هم هغسي د لیونو خطاب ورته وسو لکه تل چې  په تاریخ کې د اسلام مجاهدینو ته سوی دی . هم هغسې زموږ د آزادۍ شعار د قیصر او کسرا د خندا لامل وو .

 هیڅ پروان ونه سوه د الله او ریښتونو مؤمنانو تر منځ قوي ربط جوړ وو. زلمي  لاړل ددوستانو او قریبانو منځ کې اوسیدل ، د کلیو او ګودرونو سهارني او ماښامني مجلسونه یې پریښودل ، بیا به د کلیو د خوشحالیو او غمونو برخوال نه وو.  یاد یې د  کلیو د مجلسونه د فهرست څخه ووتی .

 د پسرلې د اولنیو ګلونو غوندې یې دیدنونه زیات کم او محدود سوه د ظهور سره به یې د  ناځوانې سیلۍ د غچ  اخیستلو  او رژولو پوره خوف تړلی وو . کله کله به ډیر پټ یوځل خپلو جونګړو ته په زیات احتیاط راتلل په راتګ به یې زړونه داسي تازه کېده لکه انګار ته چې پوکې وکړې  خو بیرته د ژمې د کمکې مازدیګر د لمر غوندې ژر له نظره وتل .

 زلمي لاړه د کلیو او کورونو غړيتوب یې پریښود ، د ښارونو عادت یې هیر سو لکه بازان تل یې د هسکو غرونو څوکې  خوښولې . څیرو جامو ، ببرسر،  خړې چانټې ، کلاشنکوف او د ملنګۍ ژوند به یې ښکلیو ځوانیو ته لا ښکلا وربښل .د خندا سره نا آشنا سوه کله چې به یې هم مسکا کول شونډې به یې غوټي پرې سوې .

سرو زعفراني وینو به یې د تورو وریښتو بیخ کې تر سپینو زنو ځان رساوه. دا هرڅه یې پر مینتوب او عشق دلالت کوی . خوبونه یې کم سوه شبګیرۍ یې خوښولې د الله سره به یې د تورو غرو سرو  د تاریکو شپو په منځ کې د سپینې سپوږمۍ په شاهدۍ د خپل عشق او میني اظهارات کول . ستورو به هم ددوی په دې ښکلې محبت غبطه کول.

 په وریښمنو ، سپینو نوراني مخونو کې به یې اوښکو لارې جوړي کړې ، داسي اوښکې چې د غم تعبیر یې نه کوی بلکه د سعادت زیري یې ورکول . همدا حال وو په همدې ستړو مزلونو او مسافریو یې د کائناتو خالق راضي ساتی . ټوله زلمي ددنیا له ژونده  د ارمانونو کډه تړلې ګرځیده او د آخرت ابدې ژوند ته یې د یوې ګرمې معرکې له میدانه  د ورتګ  انتظار کوی .

  کله چې به هم  د کوم عملیات پلان وو دا به بیا لکه اختر پر دوی یوه بیله خوشحالي وه هر یوه به په زیات اصرار سره ځان وړاندې کوی. د شپې د  تیارې د غوړېدو سره به دوی د ظلم د تیارې په ټولیدو او ختمېدو پسي لاړه . په داسي رخصت به له پاتې ملګرو تلل چې د بیرته راتګ هیله به یې نه وه او د بیا دیدن ځای به یې د الله تعالی لطرفه ریښتونې مؤمنانو ته تیار سوي ښکلې جنتونه ټاکل.

پاته زلمو به بیا ددوی د نصرت او حفاظت په پار د الله تعالی لوی دربار ته لاسونه کچکول نیول د خشوع او عاجزۍ  څک څک ګرمو اوښکو به یې د لپو ته ځان رسوی او ددوی د بري ناز  به یې خپل خالق ته وړاندې کوی . ټوله شپه به زلمي ورک وه د سهار د راتګ سره به دوی هم د رڼا ملګري وو.  څوک به روغ  ، څوک به  زخمیان او څوک به هلته د ښکلو حورو وفادار سوي وو .

 په همدې مسافرۍ کې به څو زهیرو زلمو چیرته خپلو څیرو څیرو جامو کې پټ ،  معطرو او زعفراني وینو  باندې رنګ کوم دښت او بیابان کې ښخ کړل. هیڅ د افسوس او ارمان ژړا به نه  ورباندې کېده ، بلکه له ځینو سرو ، شبګیرۍ وهلو سترګو به مړې مړې رڼې اوښکې د انتقام په جذبو رنګ تویدلې .

 همدې د وینو په احرامونو ملبس قافلو د جهاد پر کعبه د عشقه ډک طوافونه لا ورځ تر بلې زیاتول. له دې منځه  ځینو زلمو د ابراهیم (علیه سلام) د صفت  په خپلولو سره  د تاریخ نوی زرین باب پرانستی .

 د اورونو منځ ورته جنت ښکاریدی، د نمرود اورونو ته یې په خورا  میړانه وردانګل. استشهاد یې انتخاب کړ ، د یوه ملکوتي تکبیر سره به یې د بارودو په لمبو او لوګیو کې د ژوند داستان ته د پای ټکی کښیښود. خپل اولادونه به یتیمان  د خپل یاد لپاره موږ ته امانت پريښودل. د ابابیل په څیر به د ابرهه  پر لښکرو باندې نازل سوه ،  او د هغوی سرونه به ددوی کاري وار ته منتظر وه.

دوی وسوزیدل ترڅو مؤمنو مجاهدو قافلو ته د لاري مشعل سي. دوی وسوزیدل تر څو پر مظلومو مسلمانانو باندې خپره سوې د تور تم شپه د وجود په اورونو رڼا کړي. دوی وسوزیدل تر څو د وجود په ایرو یې د اتلولۍ او قربانۍ تاریخ راتلونکو مؤمنو نسلونو  ته یو اصل پاته سي . دوی وسوزیدل تر څو ایرې یې د آزادۍ دداستان لیکونکې قلم رنګ سي.

څه زلمي بیا یوسف غوندې د خپلو وروڼو  ظالمانه رفتارونو تر ساهانو او زندانونو پوري یووړه. د زندان  په تاریکیو ، د زنځیرونو په شرنګا کې به یې خپل رب ته په اوږدو سجدو کې  د راز او نیاز قصې کولې. والدینو به یې یعقوب غوندې نظر له لاسه ورکړ  ، خو دا هرڅه یې په ډیر صبر باندې تیرول دده د زندان خوبونه او تعبیر یې  د درست ملت د ژوند لامل ګرځیدل. زندانونه به یې مدرسې کړې ، د الله وحدانیت ، او د سپیڅلې دین اشاعت یې له زندانه بهر ته رسوی.

خو هیڅکله یې یوسفي عزمونه  او فکرونه د زندان پنجرو او ولچکو ته عاجز نه سول او هم هغسي به یې تر آخیره دا زندانونه او ظلمونه د خپل رب د رضاء لار بلل او خپل رضایت به یې د خپل رب په وړاندې په زیات احترام ظاهروی. همدا حال و چې آخر طالب یوسف د مصر بادشاه سو.  زندانونه یې د خپلو تیارو سره پریښودل.

 ولچکونه یې د زندانو پر کټونو  د عشاقو پر تخت د ماتو بنګړو غوندې پریښودل.د هغه ظالمان او مغروره  وروڼه یې چې دده د زندان او دې ظلمونو لامل ګرځیدلي وو هم په وړاندې حاضر سوه  او د عفوې په موخه یې پښو ته ټیټ سوه.

هغه چې دی یې په کلونو د خپلو شیرینو والدینو جدا کړی وو. هغه چې دده والد د سترګو نور یې هم قبض کړی وو،  په هم هغسي  ورین تندي  یې معاف کړل. د دوی نامردي او ظلم یې ورته خطاء حساب کړه او د مخکې په څیر یې خپلې خزانې بیا هم د دوی د کورونو زرق وګرځولې او ټول یې د اتحاد او اتفاق په یو ټغر راټول کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button