د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزیر: به بې مخینې ډول له مالي بحران سره مخ یو

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر ددغه رژیم له مالیې وزیر سره په ګډ خبری کانفرانس کې ویلي چې هیواد یې په بې مخینې توګه له لوړ مالي بحرانه کړیږي.
د هغه رژیم د مالیې وزیر منلې چې جنګ لوړ اقتصادي لګښت لري او موږ له بې ساري مالي ځوړتیا سره مخ یو.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د مالیې له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له بده مرغه زموږ د ځواکونو په منځ کې تلفات شته، خو موږ د جګړې اهدافو ته د رسېدو هوډ هم لرو.
لومړی وزیر نتنیاهو مني چې لګښتونه یې څو برابره شوي او له بد اقتصادي حالت سره مخ دي. نتنیاهو ادعا کوي چې موږ د پام وړ بریالیتوبونه لرو او هېڅوک مو مخه نه شي نیولی.
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر زیاته کړې چې مونږ به دغه جنګ ته تر هغه وخته دوام ورکړو چې بریا مو ترلاسه کړي نه وي.
د مالیې وزیر یې هم څرګندوي چې له بې سارو لګښتونو سره مخ دي او نور یې له عهدې نه شي وتلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button