پاکستان د افغان کډوالو څلور میلیارډ ډالره پانګه یرغمل کړې

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې پاکستاني حکومت د افغان کډوالو څلور میلیارده ډالره پانګه یرغمل کړې ده.
د دغې خونې مشر خانجان الکوزي رسنیو ته ویلي چې دمګړۍ پاکستان د افغانانو ۴ میلیارده ډالره پانګه ایساره کړې او د ۵۰۰ هغو کارخونو برخلیک هم جوت نه دی چې افغان کډوالو په هغه هیواد کې رغولي دي.
الکوزی وایي چې پاکستان په کراچۍ بندر کې شاخوا ۴۰۰۰ کانتینره سوداګریز مالونه نیولي او افغانستان ته یې د لېږد اجازه نه ورکوي.
د الکوزي په وینا چې دغه پانګه ۴ میلیارده ډالره کیږي چې په پاکستان کې د افغانانو ۳۰ سلنه د اقتصاد برخه جوړوي.
له بلې خوا تېره ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان لخوا د افغانانو د پانګې یرغمل کولو ته په اشارې سره ویلی و چې هیڅوک حق نه لري چې د خلکو شخصي ملکیتونه او پانګې خپلې کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کارکوونکو هم منلې چې پاکستان د افغانانو پانګه کنګل کړې او خپل هیواد ته یې د لېږد اجازه نه ورکوي.