پر اسراییلو تر مرګونو بریدونو وروسته؛ نتنیاهو: پر اوربند غور کوو

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): اسراییلۍ رسنۍ د لومړي وزیر له دفتره لیکي چې ښایي هیواد یې اوربند ومني. دوی وایي چې بنیامین نتنیاهو به د امریکا متحده ایالاتو غوښتنه په پام کې ونیسي او اوربند ته به غاړه کېږدي.
نتنیاهو لنډمهالي اوربند ته په داسې حال کې نرمښت ښودلی چې ځواکونو یې په غزه کې درانه مالي او ځاني زیاتونه ولیدل.
دا په داسې حال کې ده چې القسام ځواکونو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۷ اسراییلي ټانکونه ویجاړ کړل.
الاقصی شبکې د القسام د کنډکونو د ویاند ابو عبیده له قوله ویلي، چې د دې کنډکونو مجاهدینو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۷ اسرابیلي ټانکونه ویجاړ کړي. ویل کیږي چې دا تعداد ټانکونه د دوو کنډکونو بدیل دي.
په ورته وخت کې تېره ورځ د لبنان حزب الله په ۱۹ صهیونیسټي اډو باندې برید کړي دي. حزب الله ویلي چې په صفري نقطو کې پر نیواکګر دوښمن د بې پیلوټو الوتکو، هاوانونو او راکټونو په مټ یو ځای برید کړی چې په پایله کې یې هغوی ته درانه مالي او ځالي زیانونه اړولي دي.
پر دې سربېره، القسام تازه ویلي د بیتنون په شمال کې د اسراییلو پیاده ځواک چې په یوه ودانۍ کې یې پناه اخیستې وه، په نښه کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button