په پاکستان کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په خیبر پختونخوا کې د بمب چاودنې ۵ کسان وژلي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي. ټپیان نږدې دولتې روغتونونو ته انتقال شوي او ډاکترانو د زیاتره ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودلی او ویلي دي چې د مړو شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

دغه چاودنه نن ماپښین مهال د اسماعیل خان په دیرا ښار کې پر امنیتي ځواکونو ترسره شوې او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

تراوسه چا د یادې چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د پاکستان حکومت ورته پیښې تحریک طالبان پاکستان ته منسوبوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button