د فلسطین روغتیا وزارت: د ولسي وګړو د تلفاتو شمېر تر ۹ زرو واوښت

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): د فلسطین د روغتیا وزارت په خپل تازه نشر شوي راپور کې لیکلي چې د بیګاه شپې او نن ورځې د شهیدانو وروسته د غزې د شهیدانو شمېر تر ۹ زرو اوښتی دی. راپور زیاتوي چې د جګړې له پيله تر اوسه ۹۲۲۷ کسان شهیدان شوي او زر شاوخوا ماشومان تر ویجاړیو لاندې تری تم دي.
ناصر قدره د صحت وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي چې په تېرو ۱۶ ساعتونو کې ۱۹۸ کسان شهیدان شوي چې لدې سره مجموعي شمېر تر ۹ زرو اوښتی دی چې پکې ۳۸۲۶ ماشومان او ۲۴۰۵ ښځینه شامل دي او د ټپیان شمېر له ۲۳ زرو څخه زیات شوی دی. ویاند زیاته کې چې اسراییلي طیارو تر اوسه ۱۲۶ روغتونونه په نښه او بمبار کړي دي.