یو افغان مهاجر د ایران په پلازمېنه کې په مرموز ډؤل وژل شوی دی

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): د معلوماتو پر اساس یو افغان مهاجر تېره ورځ په خپل کور کې د ایران په پلازمینه، تهران کې په مرموز ډؤل وژل شوی دی.

دغه ۳۰ کلن افغان چې نوم او هویت یې تر اوسه په ډاګه شوی نه دی، له ډېر وخت راهیسې په ایران کې اوسیدی او شاوخوا یوه میاشت مخکې یې واده کړی و. مقتول په خپل کور کې په چړو وژل شوی او له مرګ وروسته يې ښځې پولیسو ته ټلیفون کړی او د خپل خاوند د مرګ په هکله یې خبر ورکړی دی.

په لومړني تحقیقاتو کې د مقتول ښځې ویلي چې خاوند یې د کور په حمام کې ځان وژنه کړې ده، لیکن په کور کې شته شواهد څرګندوي چې سړی د کور په کوټه کې وژل شوی او بیا حمام ته انتقال شوی دی.

د مقتول جسد عدلي طب ته یووړل شوی او ښځه یې د نورو تحقیقاتو لپاره تر نظارت لاندې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button