د امریکا په کالیفورنیا کې ۴ زره کسان خپلو کورو پرېښودلو ته اړ شوي دي

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): د تیرې یوې هفتې راهیسې د کالیفورنیا په سهیل کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې تر اوسه یې ۲ زره هکټاره ځنګل له منځه وړی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، دغه اور لګېدنه تېره اونۍ د کالیفورنیا په سهیل، ریورسایډ کلې کې پیل شوې او مخ پر پراخېدو ده. ایالتي حکومت د کلې ۴ زره کسان له ریورسایډ کلې ایستلي او شاوخوا سیمو ته یې هم خبرداری او د تیاری امر کړی.
ویل کیږي چې تر ۳۰۰ زیات د اور وژنې (اطفائیې) موټران سیمې ته رسیدلي، لیکن د اور په مهارولو توانېدلي نه دي. د اطفائيې مامورینو ویلي چې تراوسه ۳ تعمیرونه په بشپړه توګه سوځېدلي او ۶ نورو ته زیان اوښتی دی. ۲۳۰۰ کورونه تر خطر لاندې دي او د اور مهارؤل په یوه اونۍ وخت واخلي.