په اروپا کې طوفان ۱۰ کسان وژلي او برېښنا يې قطع کړې ده

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): د ګارډین د خبر په اساس په اروپا کې شدید طوفان لس کسان وژلي او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. دغه طوفان چې تیز باد او باران ورسره مل دی، د سیاران په نامه نومؤل شوی، او د اروپایي هیوادونو په اکثره ښارونو کې یې د خلکو پر ژوندانه منفي اغیزه کړې.

د یاد طوفان سرعت په یوه ساعت کې ۲۰۰ کیلومټره ښودل شوی چې د بريښنا مزې پرې کړي او یواځې په فرانسه کې یو نیم میلیون وګړي له بریښنا محروم کړي دي. په انګلستان کې هم سلګونه ښوونځي تړل شوي او د اروپا په اکثره ښارونو کې الوتنې لغوه شوي دي.

د بلجیم، فرانسې، هالنډ، جرمني، ایټالیا او اسپانیا څخه د مرګ، ژوبلې راپورونه ورکول شوي او د تازه ارقامو په اساس د لسو کسانو مرګ تائيد شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!