نړیوال جام؛ افغانستان خپله څلورمه بریا هم خپله کړه

عزم (جمعه، د لړم۱۲مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام په ۳۴مه لوبه کې افغانستان نیدرلینډ ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې لکنو کې ترسره شوه، پچه یې نیدرلینډ وګټله او لومړۍ توپوهنه یې غوره وګڼله.
نیدرلینډ لومړیو ۱۰ اورونو کې ښې منډې وکړې؛ خو د افغانستان سوکه توپ اچوونکو یې د منډو مخه ونیوله، تر دې چې د نیدرلینډ ټوله لوبډله ۴۶.۳ اورونو کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده او افغانستان ته یې نسبتاً کم هدف کېښود.
سیبرانډ ۵۸، اوډاډ ۴۲ او اکیرمېن ۲۹ زیاتې منډې وکړې.
افغانستان ته محمد نبي ۳ او نور احمد ۲ ویکټې واخیستې.
په ځوابي لوبه کې افغان لوبغاړو هم محتاط پيل وکړ او بیا یې تر بریا پورې دغه سلسله وغځوله.
افغانستان ورکړل شوی هدف په ۳۱.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ.
لوبډلمشر حشمت شهیدي ۵۶، رحمت شاه ۵۲، عظمت الله عمرزي ۳۱ او ابراهیم ځدراڼ ۲۰ منډې وکړې.
نیدرلینډ ته وان بیک، وان ډير او ذولفقار ۱،۱ ویکټه واخیسته.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي و، چې ۹.۳ اورونو کې یې یوازې ۲۸ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي یې اوټ کړل. نوموړي یو میډن اور هم وکړ او ایکانومي یې ۲.۹۴ وه.
په ټوله لوبه کې د افغانستان ډګر ساتنه د ستاینې وړ وه او د مقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړي رن اوټ شول.
په دې بریا سره افغانستان د نړیوال جام په درجه بندۍ کې ۵ مقام ته پورته شو او نیدرلینډ بیا ۸ مقام ته ښکته شو.
سبا به په روان جام کې دوه مهمې او برخلیک ټاکونکې لوبې وشي.
لومړۍ لوبه چې د افغانستان پر وخت سهار ۹ بجې پيلیږي، نیوزلینډ به له پاکستان سره پکې مخ شي.کې بیا اسټرالیا له انګلستان سره مخ کیږي، چې دا لوبه ماسپښین یوه بجه په احمداباد کې ترسره کیږي.