د ښکلا شاعر ګل پاچا الفت

د پښتو د ادب سره نظم او نثر دواړه د پښتو د پېژندنې لپاره د پښتون پیداښت څخه تردې دمه د وخت په تېرېدو سره د ډېرو ګړنګونو او تودو-سړو په زغملو ژوندي پاتې دي، چې د دې ژوندي پاتې کېدو اصلي ساتونکي لیکوالان او قلموال ادیبان شاعران او د بېلابېلو ډولونو نثر لیکوونکي دي.
د پښتو په ادب کې که د بېټ نیکه شعر مونږ ژوندی مثال لرو نو ورسره نثر هم تړلی دی، چې په نثري برخه کې د وخت افغاني واکمنو خپله فریضه نده ترسره کړې، د خپلو واکمنیو په نېشه کې یې پښتو ادب ته کار ندی کړی؛ یوازې او یوازې لکه د مخه مو چې یادونه وکړه ادبپالو خپله پښتو د پښتو ادب سره کړېده، چې د پښتو ادیبانو د خدمتونو په یادونه کې یو ارواښاد ګل پاچا الفت هم په هره ادبي غوڼډه او بنډار کې یادیږي.
ګل پاچا الفت د پښتو ادب دواړو برخو نظم او نثر ته کار کړیدی که د \”زړه وینا\” یې د ناموره شعري ټولګه یاده کړو نو \”غوره نثرونه\” یې هم زیاتو لیکوالانو ته د لیکوالی حقیقت ورڅرګند کړی.
په عمومي سطحه نثر لیکونکي په خپله نثري لیکنه کې خپلې اصلي موخې ته په بیلابېلو دلایلو او مثالونو رسیږي او خپل مقصد ترې څرګندوي خو یو شاعر په یوه بیت کې د ټول مفهوم څرګندونه په کمو ښو معنی دارو الفاظو سره په ډېره اساني خپل هنري جوړښت د شعر په ډول وړاندې کوي، په یوه لوستونکي دومره اثر کوي لکه جادوګر چې په یوه منتر زهر لرونکی مار د هر څه سره تابع کړي؛ پدې مثال کې مونږ د ګل پاچا الفت شاعري ځکه غوره یادوو چې د الفت صاحب اشعار ویناوالو ته حقیقت په ډېرو خوږو جملو کې څرګندوي.
د الفت د شاعري جوړښت دیوې خوا که د اولس د درد او مظلوم سره د ظالم د ظلم یادونه کوي خو بلې خواته یې د شعر ژبه دومره خوږه او ساده ده چې بې تعلیمه(نالوستی) انسان هم ترې متاثره کیږي، دومره یې په اورېدو تر اغېز لاندې راځي چې تر هر چا د ګل پاچا الفت شاعري غوره ګڼي.
ګل پاچا الفت چې په ګل بڼ کې کومه شاعري کړېده په حقیقي توګه دیوې ټولنې ریښتنې انځورګري ده.
د ګل پاچا الفت شاعري دتصوف، سیاست، د ټولنې ناخوالې، د مظلوم فریاد پورته کول، دظالم له ظلمونو پرده پورته کول، د خپل وطن سره مینه او د نیکو اخلاقو درس ورکول په ډېر ښکلي اندازه وړاندې کړیدي.
د پخوانیو بادشاهانو په دوران کې په دربارونو کې اکثرو شاعرانو د خپلې غوړې لقمې دپاره درباري شاعري کوله چې شاهانو به خپلو درباري شاعرانو ته د قباګانو نه علاوه وخت په وخت د درهمو مهرباني هم کوله، خو ګل پاچا الفت دهغه شاعرانو له کتار څخه نه و، ده برعکس د وخت د بادشاه نیمګړتیاوو ته په زغرده ګوته نیولې ده وایي:
هر څه کولی شي حاکم د چا پروا نلري
بې له رشوته بل مقصد او مدعا نلري
خدای ورته صبرکوي خلق څه کولی نشي
ځکه له خدایه خوف د خلکو څه پروا نلري
د ظالمو حاکمانو په اړه چې ارواښاد ګل پاچا الفت په خپله شاعري کې دهغوی بدي او د اولس پر خلاف کومې کړتې غندلي د نورو شاعرانو په شاعري کې دا ډول جرئت نه لیدل کیږي.
ظالمانو ته د خپل خوب په تعبیر کې وایي:
تعبیر یې کړی ما په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکل په خوب کې مې جانان لیدلی دی
مهار به دې په پوزه شي د سروزرو خاونده
د سرو شونډو د پاسه مې پیزوان لیدلی دی
د ګل پاچا الفت شاعري یوه ریښتونې شاعري ده، او د ټولنې حقیقي اواز پکې څرګندیږي.
لیکنه: سردار خان سیرت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button