کله مو د Dark Web یا Deep Web اصطلاح ګانې اورېدلي دي؟

زه دلته د Dark Web ځینې تړوني (Links) نسم ایښوولای ځکه فېسبوک اجازه نه راکوي. د TOR براوزر لپاره د VPN د ترتیبولو لیکنه وروسته پوسټوم.
دواړه Dark Web او Deep Web چشې دي؟
که یې وکاروئ چشې په لاس درځي، آیا کارول یې قانوني دي؟
پورتنیو او دغسې ورته پوښتنو ته مو دلته په دغه لیکنه کښې جواب ویلی دی.
ډارک وب Dark Web د انټرنیټ یوه برخه ده چې د پلټنې له ماشینونو Search Engines لکه Google, Bing او نورو ټولو څخه پټ دي، یواځې په ځانګړیو پلټونکو Browsers باندې لاسرسی ورته کیږي.
د نړۍ ستر قاچاق، غلا سوي بانکي کارډونه، د خلکو شخصي معلومات، اسلحې، د انسانانو له پوستکي جوړ سوي شیان، د انسانانو د وژلو لپاره د خلکو کرایه کول، د Netflex غلا سوي اکاونټونه، د یوه هېواد اصلي پاسپورټونه، د کمپیوټر وایرسونه، د هیک سافټویرونه او دې ته ورته په زرګونو جرمونه په Dark Web کښې تر سره کیږي.
د $50000 امریکایي ډالرو د ارزښت شیان په $500 امریکایي ډالره پیدا کیږي، په ځانګړي ډول هغه سافټویرونه چې کولای سئ په واسطه یې د یو چا کمپیوټر ته ننوځئ له $20 امریکایي ډالره څخه نیولې تر $300 امریکایي ډالره پورې بیه لري او په عادي او قانوني بازار کښې هیڅ نه پیدا کیږي ځکه غیرقانوني دي.
تاسې کولای سئ چې یو هیکر ته پیسې ورکړئ او د یو چا اکاونټ خراب کړئ، کولای سئ چې د یو چا Username او Password رانیسئ.
د 2016 میلادي کال یوه سروې ښیي چې Dark Web د نړي سترو شرکتونو ته یواځې په 2016 میلادي کال کښې شل سلنه مالي زیان اړولی دی او 2723 نوي وب سایټونه جوړ سوي دي.

د Dark Web او Deep Web ترمنځ کوم ځانګړی توپیر سته؟
د Deep Web او Dark Web کلمې تقریبا یو ډول او هم معنا کارول کیږي خو تر منځ یې توپیر سته.
د Deep Web څخه هدف په ټوله کښې ټول هغه شیان چې پر انټرنیټ سته د پلټنې د ماشینونو Search Engines لخوا نه وي Index سوي خو بیا هم د همدې پلټنې د ماشینونو Search Engines له لارې لکه Google پیدا کېدای سي او له تاسې ستاسې پېژندیال (Profile) غواړي تر څو تاسې هغه وکاروئ.
طبي ریکارډونه، د ممبرشیپ ویب سایټونه، شخصي تجارتي پاڼې د Deep Web ښې بېلګې دي.
په ټوله کښې Deep Web د انټرنیټ 96% څخه تر 99% ځای نیولی دی چې په عادي پلټونکو Browsers باندې لاسرسئ نه ورته کیږي.
ډارک ویب Dark Web د Deep Web یو فرعي سیټ دی چې هر څه یې باید د یوه مشخص پلټونکي Browser له لارې
چې Tor Browser ورته وایي وکتل سي. د Dark Web اصلي حجم نه دی معلوم او ویل کیږي چې د انټرنیټ پنځه سلنه 5% ډارک ویب Dark Web نیولی دی.
د Dark Web هغه چوپړونه او Tools چې پرلیکه تجارت ته ستره ننګونه پېښوي.
وایرسونه او انټرنیټي حملې لکه DDoS چې Distributed Denial Of Service حمله ورته وایي.
Access, including remote access Trojans (RATs), keyloggers and exploits
Espionage, including services, customization and targeting
Support services such as tutorials
Credentials
Phishing
Refunds
Customer data
Operational data
Financial data
Intellectual property/trade secrets
ډارک ویب Dark Web ته د یوه ځانګړي پلټونکي Browser له لارې چې TOR Browser ورته وایي ننوتلای سئ او دغه یې تړونی دی. https://www.csoonline.com/article/3287653/what-is-the-tor-browser-how-it-works-and-how-it-can-help-you-protect-your-identity-online.html
د TOR Browser د زرګونو Proxy Servers له لارې ستاسې IP Address پټوي او ستاسې IP Address په هیڅ صورت له هیڅ لارې نه پیدا کیږي، تاسې په ټوله معنا پټ یاست.
د ډارک ویب Dark Web ویب سایټونه
د ډارک ویب سایټونه لکه عادي سایټونه دغسې دي یواځې یې په وروستاړي کښې توپیر سته، د بېلګې په ډول عادي ویب سایټونه په .com یا .org او نورو نومونو پای ته رسیږي خو د Dark Web ویب سایټونه په .onion پای ته رسیږي.
د ډارک ویب د ویب سایټونه د نومونو یادول سخت وي ځکه له ګډوډ تورو او عددونو څخه جوړ وي او Bookmark کیږي هم نه.
د Bitcoin ټول تجارت پر Dark Web باندې کیږي.
•••
د ډارک ویب Dark Web لپاره غوره VPNs (Virtual Private Networks) خیالي خصوصي شبکې او د کارولو طریقې یې
که تاسې د TOR پلټونی (TOR Browser) کاروئ باید هیڅکله ډاډه ونه اوسئ چې تاسې په مکمل ډول پټ یاست، ستاسې د انټرنیټ شرکت ستاسې په IP Address او وب سایټونو نه دې خبرخو دومره پوهيږي چې تاسې TOR Browser کاروئ او په ځینو هېوادونو لکه روسيه او ترکیه کښې دولتونه په دې باور دي چې د TOR Browser کاروونکي د جرم درلودونکي خلک دي نو هغوی ستاسې د انټرنیټ د شرکت لخوا پوهیږي چې تاسې TOR Browser کاروئ، نو د دې لپاره چې ستاسې پلټونی Browser ستاسې د انټرنیټ شرکت ته ښکاره نسي زه تاسې ته د ځینو Virtual Private Networks چې په مرسته یې کولای سئ خپل هر څه پټ کړئ دلته بحث کوم.
دغه Virtual Private Networks ستاسې IP Address, د Browser ‌ډ‌ول ، ستاسې ویب سایټونه او ټول ټرافیک پټوي.
زه دلته د هغو Virtual Private Networks خصوصي خیالي شبکو معلومات او د کارېدو طریقې در ښیم چې په Dark Web کښې ستاسې هر څه پټوي.

لومړئ: Express VPN
دغه Virtual Private Network زما تر ټولو د خوښې وړ پټه خیالي شبکه ده چې په مرسته یې کولای سئ ډارک ویب وکاروئ، ډیر چڼک، خوندي دی او اسانه فعاله کیږي.

دویم: NordVPN
د ډارک وب لپاره تر ټولو ارزانه او خوندي پټه خیالي شبکه ده، د دغې شبکې ټول تمرکز پر خوندیتوب او د معلوماتو پر محرمیت دی.

دریم: CyberGhost VPN
دغه پټه خیالي شبکه د مخکې له مخکې امنیتي تنظیماتو سره ستاسې په کمپیوټر کښې انسټالیږي او په نړۍ کښې د پټو سرورونو تر ټولو نورو شبکو خوندي شبکې لري.

څلورم: SurfShark
دغه خیالي خصوصي شبکه د ښه امنیت درلودونکې، د محرمیت پرمختللي ځانګړني او سرعت یې د انټرنیټ له مخې محدود نه دی.
څنګه کولای سئ چې د خیالي خصوصي شبکې Virtual Private Network له لارې ډارک وب Dark Web پټ وپلټئ؟
د ډارک ویب Dark Web پلټل ګران کار دی، زه یې دلته د پلټلو طریقه تشریح کوم.
لومړئ: له پورتنیو ذکر سویو خیالي خصوصي شبکو Virtual Private Networks څخه په یوه کښې اکاونټ جوړ کړئ، زما سپارښتنه یواځې ExpressVPN دی.
دوهم: د خیالي خصوصي شبکې له سرورونو سره وصل سئ، هیواد فرق نه کوي ځکه شبکه تاسې له چټک، نژدې او خوندي سرورونو سره تړي.
دریم: د ډارک ویب د پلټلو چابکه طریقه د TOR Browser کارول دي، چې کله د خیالي خصوصي شبکې له سرورونو سره وصل سوئ بیا TOR Browser راکښته کړئ او نور یې استفاده کړئ.

سپارښتنه:
ټولې خیالي خصوصي شبکې Virtual Private Networks د ډارک ویب لپاره مناسبې نه دي ځکه ځینې یې داسې دي چې ستاسې Logs تاریخچه ساتي او یو حکومت کولای سي دغه تاریخچه د خیالي خصوصي شبکې له شرکت څخه وغواړي.
د ډارک ویب د پلټلو لپاره غوره خیالي خصوصي شبکې باید دغه لاندې ځانګړنې ولري.
لومړئ: پر محرمیت تمرکز! ستاسې د پلټنې هیڅ برخه باید له ځان سره ونه ساتي.
دوهم: قوي امنیت! باید پر مختللي امنیتي تدابیر ولري د بېلګې په ډول نه ماتېدونکی انکرپشن Encryption
دریم: په هیڅ صورت باید تاسې تعقیب نه کړي یعني ستاسې څخه ستاسې ایمیل ادرس، اول او دوهم نوم ونه پوښتي.
څلورم: سرعت یې باید زیات وي ځکه یو خو ډارک ویب ډیر ورو دی او بیا چې د خیالي خصوصي شبکې سرورونه ورو وي نو په درد نه خوري.
پنځم: باید د سرورونو سرعت یې د انټرنیټ له مخې محدود نه وي، یعنې داسې نه وي چې تاسې ته یواځې 10MBPS سرعت درکړي، باید سرعت یې نامحدود وي.
کولای سو چې د ډارک ویب Dark Web د پلټلو لپاره یوه وړیا خیالي خصوصي شبکه Free Virtual Private Network وکاروو؟
زما سپارښتنه دا ده چې وړیا خیالي خصوصي شبکې مه کاروئ ځکه هغوی د ډیرو خلکو لخوا کاریږي او پر سرورونو یې بې اندازې زیاته ګڼه ګوڼه وي چې ډیر ورو کار کوي او د TOR Browser خپله ورو دی.
د وړیا خیالي خصوصي شبکې کارول تاسې ته ستاسې د معلوماتو د نه افشا کولو هیڅ ډاډ نه درکوي. څلوېښت سلنه خیالي خصوصې شبکې ستاسې معلومات د الکترونیکي بازارموندنې پر شرکتونو پلوري. د دوه زره نولسم کال یوه سروې ښیي چې وړیا خیالي خصوصي شبکې اتیا سلنه Malware لري چې کولای سي شخصي معلومات مو د خلکو په لاسونو کښې واچوي.

آیا د ډارک ویب Dark Web پلټل غیر قانوني دي؟
د ډارک ویب کارول کوم غیرقانوني کار نه دی خو ډارک ویب د بد شهرت نوم لري ځکه نړیوال مجرمان یې د نشه توکو د رانیولو او قاچاق، د اسلحو د رانیولو او خرڅولو، د غلا سویو کریډیټ کارډونو د رانیولو او نورو غیرقانوني کارونو لپاره کاروي. په ځینو هېوادونو لکه هندوستان، روسیه، ترکیه او برطانیه کښې یواځې د Tor Browser کارول مو د حکومت څارلیست ته وراضافه کوي.
خو په ټوله کښې د ډارک ویب کارول چې کوم غیرقانوني کار نه کوئ، هیڅ غیرقانوني نه دی.

لیکنه: محمود فهيم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button