په کندهار کې د سردار پاينده خان کلا

د کندهار په ختيځ کي يوه پراخه دره او سيمه معروف نومېږي، دلته د افغان پاچهانو ځيني نخښي اوس هم پاته دي چي يوه ئې د محمدزو په کلا يادېږي چي له اصله د سردار پاينده خان کلا ده، سردار پاينده خان محمدزی په تيمورشاهي دوره کي د بارګزو مشر او د تېمور شاه لخوا ورته د [سرفراز خان] لقب ورکړل سو، هغه يو هوښيار او لوستی مشر وو.
د تېمورشاه له اولادې سره د تربګنيو له امله هغه په همدې کلا کي د ۱۸۰۱ع کال د اکتوبر پر ۲۸مه په دې تور چي د شاه زمان په وړاندي توطيه جوړه کړې، ووژل سو.
دغه کلا چي اوس وېجاړه ده يو وخت د واک مرکز وو، ويل کېږي چي دې کلا کي اوږده نغمونه او د اسونو ستري طبيلې وې چي اثار ئې اوس هم سته، په کليوالو کي دغه کلا د [دوست محمد خان کلا/محمدزو کلا]په نوم يادېږي.
انګريز مورخ الفنسټن ليکي چي د دراني او قزلباش شپږو مشرانو پریکړه وکړه چي شاه زمان له تخته لیري کړي او تخت خپل ورور ته ورکړي. شاه شجاع او څلور کسان ددې پلان اصلي طرحه کوونکي يادوي، چي يو يې پاينده محمد خان دئ.
مخکي له دې چي پاینده خان ووژل سي، د هغه زوی فتح خان له هغه څخه وغوښتل چي له دوی سره ګرشک ته وتښتي، مګر هغه انکار وکړ او ځواب یې ورکړ چي غوره به وي چي د ولی نعمت او د هغه د پاچا په لاس ووژل سي، مګر د پناه غوښتنه نه کوي.
د پاینده محمد خان پلار حاجي جمال خان بارکزي زوی وو چي د پاچا د ټاکني په ورځ یې له احمدشاه بابا سره بیعت وکړ.
د دوی کورنۍ د حاجي جمال خان، یوسف، یارو، محمد، عمر خان، خیسار خان، اسماعیل، نېک، دارو، سفل لاري بارګزو ته رسېږي.
پاينده خان له هزاره، بارګزو، قزلباشو او الکوزو سره خېښۍ لرلې چي پنځه ويشت زامن او څلور لورگاني وې چي:
سردار فتح علي خان، نواب اسدالله خان، سردار تېمور قلي خان، نواب عبدالجبار خان، سردار محمد اعظم خان، نواب عبدالصمد خان، سردار پردل خان محمدزی، سردار شېردل خان محمدزی، سردار عطا محمد خان، سردار يار محمد خان، امير المومنين امير کبير امير دوست محمد خان، سردار کهندل خان، سردار امير محمد خان، نواب توراباز خان، سردار سلطان محمد خان طلايي، سردار رحيم دل خان، سردار مهردل خان، سردار سيد محمد خان، سردار پير محمد خان، سردار محمد زمان خان، سردار محمد زمر خان، سردار حيدر خان، سردار اسلم خان، سردار جمعه خان، سردار خيرالله خان، او وفا بېگم نومېده.
لیکنه: سردار ولي پښتونزوی