د اسرائیلو وحشي بمبارۍ په سیمه کې کړکېچ پراخوي

ښکاره خبره ده چې کفري هېوادونه د خپل جغرافيايي جوړښت راهیسې په دې لټه کې دي چې د مسلمانانو لپاره یو ډول ستونزې را پیدا کړي ترڅو د پرمختګ او هوساینې لاريې اوږدمهاله او له خنډونو ډکه وي.
له همدې امله يې په ځينو اسلامي هېوادونو کې د خپلو پلوي انډیوالانو پر مټ خپلمنځي شخړې رامنځ ته کړې ترڅو د ځان د شتون ناوړه ګټو د خوندیتوب لپاره لاره هواره او خپل پوځي ټولګي ځای پرځای کړي.
ليدل کېږي چې دا مهال په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کفري هېوادونو پوځي اډې ترسترګو کېږي او له همغو هډو ازادي غوښتونکي مبارزین تر ګواښ او ویرې اچونې لاندي نیسي.
ډېرځلې ليدل شوي چې اسلامي آزادي غوښتونکي مبارزين په خپل هېواد کې د ټولټاکنو له لارې بریا ترلاسه کړې،خو کفري هېوادونو په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاسوهنه کړې او د واک په ګډۍ يې خپل لاسي پوڅيان کېنولي ځکه چې د خپلواک او آزاد مسلمان واکمن په واکمنۍ کې د هغوی ناوړه ګټې نه شي خوندي کېدای له همدې امله نه غواړي چې اسلامي هېوادونه په هوساینه کې ژوند وکړي او وګړي يې د پرمختګ په لورګامونه پورته او د کفري هېوادونو له احتیاجه خلاصون ومومي. دا مهال د لاس وهونکو هېوادونو لاسوهنه په عربي هېوادونو کې زیاته تر سترګو کېږي ځکه چې همدا اوس په ځينو هېوادونو کې د بهرنيو اشغال پلويو هېوادونو پوځي اډې په فعالېدو دي او په ډېرې سپین سترګۍ د خپلو پلويانو ملاتړ کوي.
نوې نه ده چې د اسرائیلو صهونیست رژيم د فلسطین پر مسلمانانو ظلم او تېری کوي. د دې تېري اوږدمهاله تاریخ څرګندوي چې په نړيواله کچه د نړۍ هېوادونو هم ځان نانګاره کړی او د دوه مخي سیاست په کارونې سره نه غواړي په فلسطین کې خپلواک دولت شتون ولري،نو ځکه کفري هېوادونه د اسرائیلو پوځي پیاوړتیا لپاره هر ډول مالي او ځاني مرستې نه درېغوي تر هغو چې د سیمې په کچه اسرائیل په عصري وسلو سمبال له پوځي ځواکه برخمن شي . همدا اوس په غزه کې د وحشتناکو بمباریو او راکټي بریدونو د اکمالاتو تر شاه څوک ولاړ دي او لوژستیکي سمبالښت يې د چا پر غاړه دی او د اسرائیلو په غمرازۍ کې څوک د ویر اوښکې تويوي او لوړ پوړي چارواکي پرله پسې سفرونه کومو هېوادونو ته کوي. ښکاره ده چې امريکا او د هغې انډیوالان د اسرائیلو د جوړښت او له هغې د ملاتړ له امله په سیمه کې د فلسطینیانو لپاره اوږدمهاله تاوتریخوالی را پیدا کړی او د فلسطین د آزادي د مخنيوي لپاره هېڅ هڅې نه دي دریغ کړې،خو آزادي غوښتونکي فلسطینیان به هېڅکله د اشغالګرو اسرائیلو د وحشت ظلم او تېري پر وړاندې له خپلې مبارزې لاس وانه خلي که خدای (ج) کول د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو په څېر به يې د شهیدانو وینې رنګ راوړي او د اسرائیلو اشغالګرو ځواکونه به د هغوی له پلویانو سره یو ځای د تاریخ کندې ته غورځول شي.
همدا اوس د نړۍ کفري ځواک چې د اسرائیلو سره ملاتړی، دی فلسطیني مجاهدین د خپلې ځمکني بشپړتیا څخه د دفاع په تاوده سنګر کې د تېري کوونکي اسرائیلي پوځي ځواک سره په جګړه بوخت دي. له بلې خوا له غزې څخه د بېځايه شویو کورنیو او ټپیانو په سمبالښت لګیا دي لېدل کېږي چې ستونزې ډېرې اوحالات کړکېچن دي،خو د فلسطین مېړني مجاهدین چې د اسرائیلو د تیرې کوونکي جګړې په ترڅ کې را لوی شوي د دښمن پر وړاندې جګړې ته وردانګي او د خپل هېواد د آزادۍ لپاره د هر ډول سرښندنې ته تیار دي. پوهېږو چې جګړه سخته او له مرګ ژوبلې سره مخامخ ده،خو د دې تمه شته چې تېري کوونکي اشغالګر اسرائیلیان به هرومرو د لوی خدای (ج) په فضل او نصرت له تاریخي ماتې سره مخامخ شي. د نړۍ اشغالګرو زموږ په هېواد هم یرغل کړی ؤ، هغوي دا تمه نه درلوده چې د مجاهدینو د سختو او نه په شاه کېدونکو بریدونو سره به مخ شي،خو خپلواکۍ غوښتونکو مجاهدینو د اشغالګرو ځواک چې د وخت په عصري او مجهزو وسلو سمبالولو سره سخته او خونړۍ جګړه وکړه چې په پای کې د مېړنیو مجاهدینو په سرښندنه يې داسې ماتې وخوړه،چې اشغالګر به یې هېڅ وخت له یاده ونه باسي. زموږ مسلمان ملت هم په دې باور لري چې اشغالګر اسرائیل او د هغوی پلویان به له داسې تاریخي ماتې سره مخامخ شي،چې د هغوی راتلونکي نسلونه یې په یاد ولري وینو چې دا مهال اسرائیل او د هغوی ملاتړ کوونکي هېوادونه په سیمه کې د ګواښ او ویرې اچونې ته لمن وهي، خو تش لاسي فلسطینیان به د الله تعالی په مرسته فتحه ترلاسه کړي او اشغالګر اسرائیل به هرومرو حق ته غاړه ږدي،ځکه د غزې د کڼدواله کورونو لاندې د فلسطیني ماشومانو د ویر انګازې او د اسرائیلو پرله پسې وحشتناکو بمباریو د آزادي غوښتنونکو فلسطیني مبارزینو وینه لا پسې په جوش راوستې او په وینو ککړو فلسطینیانو د آرمانونو د پوره کولو لپاره له هېڅ ډول سرښندنې دریغ نه کوي او د ژوند تر وروستۍ شیبې پورې به د خپل هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره دښمنانه بريدونه
پر شا وتمبوي.

لیکنه: متین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button