د افغان کډوالو په اړه د پاکستان ظالمانه پرېکړه!

د پاکستان د موقت حکومت دکورنيو چارو وزارت چار سمبالي وزير سرفراز بوګټي خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د ثبت شويو کډوالو په ګډون به ټول افغانان د روان کال د نومبر مياشتې له پيل څخه به هره اوونۍ له دوو تر ۳ زرو افغان کډوال افغانستان ته واستول شي، ځکه د ده پر وينا اوس په افغانستان کې امنيت ټينګ شوی او د دې فرصت راغلی،چې ټول قانوني او غير قانوني کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
بوګټي له جيونيوز سره مرکه کې ويلي: ((افغان کډوال په دوو پړاوونو کې اېستل کېږي، لومړی به هغه افغانان واېستل شي،چې اسناد نه لري يا تور بازار کې يې د پاکستان پېژند کارت ترلاسه کړی، بل پړاو کې به ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال واېستل شي. دغه پروسه دوه تر دريو مياشتو وخت نيسي.))
ټولو افغان کډوالو ته د اېستلو خبر داری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا له پاکستانه غوښتي وو، چې په زور او جبر د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.له همدې امله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اندېښنه ښودلې چې افغانستان ته په زور استول کېدونکي ښايي له ځورونو او نورو ستونزو سره مخامخ شي.
بې له شکه به د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ ستونزمنه وي، ځکه له يوې خوا سوړ ژمی مخ کې لرو، له بلې خوا د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته له ۵۰ زره ډېرو کلدارو، څارويو او ډېرو نورو قيمتي توکو د لېږد اجازه هم نه ورکول کېږي، دا هغه خلک دي چې ډېرو يې لسيزې په پاکستان کې ژوند کړی، هلته يې کاروبار جوړ کړی، خو اوس هر څه ترې پاتې کېږي او يا يې په ډېره کمه بیه پلورلي دي، که له يوې خوا د پاکستان دغه اقدام له ټولو نړيوالو بشري قوانينو او اصولو سره په ټکر کې دی او په نړيواله سطحه يو ناقانونه عمل دی، بله خوا دا د دوو ګاونډيو هېوادونو او دوو مسلمانو ملتونو ترمنځ د منلو وړ نه دی، خو بيا هم چې پاکستان دا کار کوي د هغوی هېواد دی او هغوی دا اقدام کولی شي،خو اصلي ستونزه او اندېښنه د بې سرپرسته ښځو او ماشومانو ده، چې له مياشتو راهيسې يې نارينه په زندانونو کې پراته دي او دوی نه شي کولای په يوازې ځان افغانستان ته راستانه شي، دوی له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې کوم افغانان په زندانونو کې دي مهرباني دې وکړي دا کډوال دې خوشې کړي ترڅو له خپلو کورنيو سره خپل هېواد ته ستانه شو.
افغان کډوالو ته د پاکستان د حکومت له خبرداري وروسته اسلامي امارت د کډوالو د راستنېدو لپاره تر خپلې وسې چمتووالی لري او د امکاناتو تر حده به مرستې ورته ورسوي. دغه راز له پاکستانه راستانه شويو کډوالو ته په ننګرهار او کندهار کې د اوسېدو ځايونه جوړېږي او هلته به د کډوالو درملنه هم کېږي.
که څه هم له پاکستانه د افغان مهاجرينو اجباري ايستلو او شړلو ملي او نړيوال غبرګونونه پارولي دي او د بښنې نړيوالې ټولنې ويلي، چې د اېستلو بهير بايد ودرول شي؛ خو پاکستان بيا هم د افغان مهاجرينو د شړلو په اړه له خپل دريځه وانه وښت ، ځکه پاکستان اوس د افغان حکومت له دغې تشې چې په رسميت نه دی پيژندل شوی ګټه اخلي او ټول نړيوال قوانين تر پښو لاندې کوي، له دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بښنې نړيوال سازمان هم د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان پرېکړه ناسمه ګڼلې او هېله يې ښودلې چې پاکستان به په دې تړاو خپله پريکړه بېرته واخلي.
په کار دا وه، چې د افغان مهاجرينو په اړه بايد د کډوالۍ نړيوالو ادارو او ملګرو ملتونو د اندېښنو پر ځای پراسلام اباد فشار راوړی وی چې له خپلې پرېکړې پرشا شي، ځکه موږ وينو چې افغانان سخت سوړ ژمی په مخ کې لري او طبعي خبره ده چې په سړه هوا کې د بېکارۍ کچه لوړېږي فقر او غربت ورسره ډېريږي،نو په دې سختو شرايطو کې د پاکستان دا عمل چې په سلګونه زره او مېليونونه بې وزله افغان کورنۍ مجبوروي چې په لنډ وخت کې له پاکستانه ووځي، دا نه يوازې ظالمانه او وحشيانه عمل دی، بلکې د نړيوالو بشري قوانينو او ارزښتونو سره په ټکر کې هم دي.

لیکنه: راشد آرين

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button