ټاپي د سیمه ییز اتصال مهمه اقتصادي پروژه

افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي دهېواد اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان غیرتي ولس له ګڼ شمیرستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعآ دسیمې اونړۍ له هېوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته یوه له دغو پروژوڅخه هم د ټاپي(TPI) ستره پروژه ده، چې دګازونل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان اوهندوستان ته غځوي، د ټاپي د پروژې طرحه د رسنیو په حواله کابو څو کاله وړاندې یعنې د افغانستان اسلامي امارت د تیر حاکمیت پر مهال د افغانستان پاکستان او ترکمنستان مشرانو له خوا وړاندې شوه. هندوستان په کې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شامل شو. ددغې پروژې د نل لیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز له ولایتونو څخه تیریږي.
په افغانستان کې د ټاپی پروژی کار کابو څو کاله وړاندې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان دمشرانو له خوا رسمآ په هرات ولایت کې پرانیستل شوی ؤ. هیره دې نه وي چې دا نل لیکه د سیمې په تاریخ کې ستره پیښه ده، چې د افغانستان له لاری د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لیږدوي دا د سیمې د پرمختګ، باور او ښو اړیکو په تیره بیا د امنیت او ثبات لپاره ستره بیلګه ده .
له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې د کانونو او پترولیم وزارت مسؤلینو ویلي چې په هېواد کې د ټاپي پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري، اسلامي امارت چمتو دی چې ددغې پروژې هغه لګښت پرې کړي، چې د افغانستان اړوند دی، ویل کېږي چې د ټاپي پروژې په عملي کیدو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه زیاته وده او پرمختګ وکړي.
د یادونې وړ ده چې ټاپي د افغانستان لپاره مهمه پروژه بلل کیږي، ځکه دغه پروژه د سیمه ییز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او کولی شي، چې د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کړي. د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالي لري، چې د ترکمنستان سرحدې ولایت ماري څخه پیلیږي او د ۸۱۶ کیلومتره په اوږدوالي د افغانستان له خاورې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، پاکستان او ورپسې د هند فاضیلکا ښار پورې رسیږي. د دې پروژې ټول لګښت لا پخوا له ۷ څخه تر ۹ میلیارده امریکايي ډالرو پورې اټکل شوی وو. دغه د ګازو نل لیکه په هر کال کې کابو ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګازو لیږد ظرفیت لري. افغانستان به د خپلې اړتیا وړ ګاز تر لاسه کولو پرته هر کال کابو څلورسوه میلیون ډالره د یادې پروژې د نل لیکې د ټرانزیټ له امله ترلاسه کړي او همدارنګه د ټاپي پروژې د نل لیکې جوړولو لپاره به په افغانستان کې ډیری ځوانان د کار څښتن شي او د بیکارۍ په کموالي کې به مرسته وکړي. البته د اقتصادي چارو کارپوهان هم دا پروژه د افغانستان لپاره ګټوره بولي، دوئ هم هیله لري، چې ددې پروژې چارې ژر بشپړې شي ترڅوعام افغانان ترې برخمن شي. همداراز د نظر دخاوندانو په باور دې ټکي ته مو باید پام وي چې د ټاپی پروژه د افغانستان لپاره یوه ډیره مهمه اقتصادي پروژه ده او د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره له ډیرارزښت څخه برخمنه ده، که چیرې موږ دغه پروژه وارزوو ،هغسې چې افغانستان په سیمه کې دیوې سودګرریزې څلورلارې په توګه د جیوپولتیک او جیوستراتیژیک ارزښت درلودونکې دی، له شک پرته چې دغه پروژه به له یوې خوا دسیمې د هېوادونو تر منځ دسیاسي همکارۍ او پیوستون او له بله پلوه به له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته د گازو د نل لیکې د غځولو په بشپړیدو سر د سیمې امنیتي ثبات هم پر غوړیدوراولي، په ټولیزه توګه افغان پتمن او غیرتی ولس د افغانستان اسلامي امارت څخه د ټاپی په څیر د مهمو سیمه ییزو پروژو د تحقق ملاتړ کوي او هیله لري چې له مهال ویش سره سم یی چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي او د عمل په ډګر کې هم مثبتې او عملي پایلې پر ځای
پریږدي.
لیکنه: شاه محمود درویش