کفري نړۍ فضاء ته څه ډول وخته؟

ملحدینو او منافقينو د کفر د غالبيت ، د اسلام او مسلمانانو د مغلوبيت په موخه مختلفې حربې کارولي لکه د اُحد غزا په مهال چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د ځوانو صحابوو هغه مشوره چې جګړه به له مدینې بهر کوو خو د مشرانو صحابوو مشوره دا وه چې مونږ به مدینه کې پاتې شو او دفاعي جنګ به وکړو د منافقينو رئيس همدا رايه تائيد کړې وه خو د دې پر ځای چې مدینه کې مخالفت وکړي په نیمې لار کې يې وکړ وويل: چې محمد(صلی الله عليه وسلم) زموږ رايې ته ارزښت ور نه کړ او له خپلو درې سوو ملګرو سره مدینې ته لاړه ، علماء د سيرت وايي چې د عبدالله اوبی ابن سلول له دې عمل څخه هدف د مسلمانانو روحيه ځپل او ډارول وو.که د تاريخ حافظې ته سر ورښکاره کوو د پورتنۍ واقعې په څېر ډېرې بېلګې به وموندو خو زموږ هدف اوسنۍ حربې او د امت همداسې مغلوب ساتلو پلانونه پېژندل يې اړين دي ، معاصر منافقين تر پخوانيو چالاک او دا بايد د يوه تريخ حقيقت په توګه منو چې ډېر مسلمانان يې په ظاهره د نرم برخورد خو واقعيت کې د زهرجن انداز په جال کې ګير کړي د تېر برم د اعادې څخه د غافل کېدا په موخه يې کافي هڅې کوي ، ښه کور کوچنی کاروبار او د سهولياتو شتون يې ورته جنت ګرځولی ، له اصلي مسير د را ګرځولو لپاره فضاء ته ختنه د ژوند هدف په توګه د ورپېژندلو هڅې کوي چالاکۍ ته يې ګوره په څنګ کې دا هم وايي چې ګوره اي مسلمانه کفري هېوادونه مريخ ته وختل ته لا هم په ځمکه مېشت يې ، خو ناپوه مسلمان دا فکر نه کوي چې د هغوي مريخ ته ختلو لاملونه څه دي ، امکانات او نغدې يې ورته له کومه کړې او هلته د بلې دنيا د جوړولو په هدف د دې دنیا له انسانانو سره يې څه وکړل او څه کوي؟ صحيح ده چې کفر فضاء ته وخوت خو د اسلامي هېوادو د مسلم حق چې آزادي ده په غصب کولو ، د معدنو/زيربناوو په چور کولو او د آزادي غوښتونکو ملتونو په وژلو او اسيرولو. تنها زمونږ په وساطت نه بلکې کفري نظامو له خپلو ملتونو يې هم ډېر څه اخيستي ډېر څه يې ورکړي په ظاهره هغه د انساني ژوند تېرولو امکانات ښکاري خو حقيقت کې ځنګلي ژوند ده لکه د مثال په توګه بې حده آزادي چې له امله يې کورنۍ ژوند نړېدلی د بېرته جوړولو په طريقه نه پوهيږي د مريخ لپاره له خپلو ولسو د خولو مړۍ يې هم راخيستې په امريکا کې يو پول ده چې لاندې يې غريبې کورنۍ دي ډېرو سيمو کې په لارو سرکو کې غربت ځپلي پراته دي ، همدا ډول هند کې د غربت کچه بيخي زياته ده خو په شمار د باليووډ سټارانو او حکومت يې لا هم هماغه غريب مخلوق لوټي د حکومتونو دنده ملتونو ته لومړني حقوق ورکول او غربت يې ختمول دي خو د مريخ شوقيان د مريخي نړۍ د جوړولو په هدف د دې دنيا له انسانانو آن ژوند اخلي!
که اسلامي نظام مطالعه کړو د غربت ختمېدو يوه ښه کړنلاره لري چې زکاة او عشر ده او انساني نظامو کې د څو اشخاصو ګټې وي هغوی له هر لحاظه ښه کيږي، د مال شمېر يې د زياتوالي له امله نه کيږي هغوي چې د منافقينو له دې اپلتې متاثره دي چې فضاء ته ختنه اړينه ده ودې پوهيږي آزادي او استقلاليت اخیستل مو انساني حق او ایماني مکلفيت ده، له مال عزت او ځان څخه د دفاع لپاره هغه وسله ده چې اوس يې په لاس کې لرې هغه که تيګه ده او که چاړه! بې عقلتوب ده چې دښمن دې په کور کې ګرځي او ته د پرمختګ او وسلو جوړولو خوبونه وينې د بدر له غزا بيا د امريکا تر ماتې مسلمانانو د دفاع په موخه له شتو امکاناتو وسايلو کار اخيستی، خو دا په دې معنا هم نه ده چې اسلام د پرمختګ مخالف دی د رب هغه امر ده چې له آزادۍ اخيستو روسته که مسلمانان يې عملي کړي هم به دفاع او به راتلونکې کې د تعرض جوګه شي تېر شل کلن جهاد کې په پورتني ايت د عمل له برکته نننی د آزادۍ ماحول ګورو موټربم او بوشکه بم د مبارزينو هغه اختراع وه چې معاصره ټکنالوژي يې په شنډولو کې پاتې راغلهتازه د تېرې ادارې د يوه خياط مرکه مې اورېده د افغانستان پخواني او فعلي علماء يې د قرآن له فهم عاجز وبلل او په استدلال کې يې پورتنی ايت راوړ په وینا يې چې په معنا يې نه پوهيږي خو واقعيت دا دی چې همدو او ملګرو يې حقبين علماء تر مساجدو مدارسو محدود بلل د نظام چله ونه يې د دوي وس نه باله خو په همغو محدودو کې يې هم پرېنښودل شهيدان او اسيران يې کړل هم تېر او هم اوسني علماء له قرآن کريم آګاه ول/دي ځکه خو په ياد او په دې امر يې. ژباړه عمل وکړ دا دی مونږ آزادي واخيسته او پاتې مسلمان محصور ملتونه پې لا هم عمل کوي څو خپل مسلم حقونه لاسته راوړي.
لیکنه: احمد منصور