۱۴ پاکستاني پوځیان په بلوچستان کې وژل شوي دي

عزم(جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲): د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې نن جمعه د پوځیانو یو کاروان د بلوچستان ایالت په دو جلا سیمو کې دوه ځلې تر برید لاندې راغلي دي. پر یاد نظامي کاروان د ښخ شوي ماینونو چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي چې دغه نظامي کاروان د بلوچستان په اورمارا او پسني سیمو کې د ټروریسټانو لخوا تر برید لاندې راغلي دي. تر اوسه کومې ډلې د شوي برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی. لیکن د پاکستان حکومت او پوځ د بلوچ ازادي غوښتوونکی پوځ (بلوچ لیبریشن ارمي) د بریدونو مسؤل ګڼي.

په بله پېښه کې نن ورځ د خیبر پختونخوا ایالت، اسماعیل خان په دیرا سیمه کې هم پر پوځیانو د ماین چاودنه ترسره شوې چې پکې د ۲۵ مرګ ژوبلو خبر ورکول شوی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button