سعودي عربستان د ۲۰۲۴ کال د حج لپاره د الوتنو مهالوېش اعلان کړ

عزم (جمعه، د لړم۱۲مه، ۱۴۰۲ د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د ۲۰۲۴ کال د حج مراسمو لپاره د الوتنو مهالویش اعلان کړ.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې: د حج پروازونه به د ۲۰۲۴ کال د مئ میاشتې له نهمې څخه پیل شي او د جون تر لسمې پورې به دوام وکړي.

د دغو پروازونو لپاره به د راتلونکي کال تر لومړۍ نېټې پورې غوښتنلیکونه جمع کیږي.

په ورته وخت کې د سعودي حکومت وایي، چې: تر حج اداء کولو وروسته به د حاجیانو پروازنه د ۲۰۲۴م کال د جون په ۲۰مه نېټه پیل شي چې د جولايي تر ۲۱مې به دوام وکړي.

بل لور ته د یاد هېواد ملکي هوايي چلند ادارې د ټولو هېوادونو شرکتونو ته خبر ورکړی چې د حج غوښتنلیکونه ورسره ثبت کړي.

د سعودي عربستان حکومت هیله مند دی چې راتلونکی کال به د ریکارډ کچې حاجیان یاد هېواد ته ورشي، چې دولتي ادارې به یې د هرکلي او خدمت ټول انتظامات وکړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button