پاکستانۍ رسنۍ: زرګونه افغانې کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې

عزم (جمعه، د لړم۱۲مه، ۱۴۰۲): پاکستانیو رسنیو په خپلو وروستیو خپرونو کې د افغان کډوالو موضوع ته پام اړولی او لیکي چې د تورخم او چمن له لارې زرګونه افغانې کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.
جیو نیوز په یو راپور کې ویلي چې نن دریمه ورځ هم د بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه وه.
راپور زیاته کړې چې پرون ۱۹ زره غیرقانوني افغانان خپلې خاورې ته ستانه شول، چې ښايي د نن ورځې شمېرې له دې هم لوړې وي.
ایکسپریس ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د افغانستان د سفیر څرګندونې را اخیستې او ویلي یې دي چې نوموړي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي سره کتلي.
ورځپاڼه لیکي چې په کتنه کې د کډوالو د اجباري اخراج اړوند ستونزو او د افغانانو د ایسارېدونکو شتمنیو په اړه بحث شوی دی.
انډیپینډینټ اردو ویبپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان د کډوالو چارو وزرات سرپرست خلیل الرحمان حقاني هغه خبرې را اخیستې چې تېره ورځ یې له فرانس پریس خبري اژانس سره کړې دي.
نوموړي ویلي چې پاکستان سره د کډوالو پر موضوع بحث کوي او هیله به ترې وکړي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو موده اوږده کړي.
د اسوشیټيډ پریس اژانس بیا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د یو چارواکي خبرو ته پام اړولی.
اژانس لیکلي، چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو اجباري وېستل ښه نه بولي او په افغانستان کې د وضعیت بحراني کېدو د یو اصلي عامل په سترګه ورته ګوري.