چارواکی: په کورمه کې تر اوربند وروسته جګړه درېدلې ده

د خیبر پښتونخوا سیمه ییز چارواکي وايي چې کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ له اوربند وروسته جګړه درېدلې او ژوند عادي حالت ته را ګرځېدلی دی.
د کورمې مرستیال کمیشنر حفیظ الله رسنیو سره په خبرو کې وویل چې: د کرومې په ۵ کلیو او لویو سیمو کې روانه جګړه ختمه شوې او د ښکېلو خواو ترمنځ اوربند شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال په کورمه کې بازارونه او لویې لارې بېرته پرانیستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په کورمه کې د مخابراتي شبکو او لویو لارو ترڅنګ هر ډول خدمات ځنډول شوي وو.
دغه جګړې چې د اکتوبر په ۲۳مه پيل شوې، په تېرو څو ورځو کې یې سخت زور ونیو.
پولیس وایي چې یادو نښتو کې شاوخوا ۴۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي.
باید وویل شي چې کورمه کې وخت ناوخته د ځمکو پر سر قومي شخړې رامنځته کیږي چې وروستۍ هغه یې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.