د خوړو نړیوال سازمان: د افغانانو د لاسنیوي په خاطر ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

عزم (جمعه، د لړم۱۲مه، ۱۴۰۲): د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په راتلونکي سخت ژمي کې د افغانانو د لاسنیوي لپاره سلګونو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان څانګې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې: افغانستان کې د سخت ژمي راتلو ته یوازې څو اونۍ پاتې، چې له امله به یې په لرې پرتو غرنیو سیمو کې د واورو له امله د خلکو د تګ راتګ لارې وتړل شي.
د خوړو نړیوال سازمان زیاته کړې چې افغانستان کې له بې وسو خلکو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، څو د هغوی لاسنیوی وشي.
باید وویل شي چې د افغانستان په زیاترو غرنیو سیمو کې د واورو د زیات اورښت او کنګلونو له امله لویې مواصلاتي لارې تړل کیږي، چې ورسره په هغو سیمو کې خوراکي توکو ته لاس رسی سختیږي.