ایران؛ د معتادینو د درملنې مرکز کې اورلګېدنې ۳۲ تنه وژلي

عزم (جمعه، د لړم۱۲مه، ۱۴۰۲): ایران کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي.

دغه اور لګېدنه د یاد هېواد د شمالي ولایت ګیلان په لنګرود سیمه کې د معتادینو د درملنې په یو مرکز کې رامنځته شوې ده.

د ګیلان ولایت د عدلیې رئیس اسماعیل صادقي رسنیو ته ویلي چې یاد مرکز ۴۰ بستریز و، چې یوې بخارۍ پکې اور اخیستی و او وروسته د ودانۍ نورو برخو ته هم خپور شوی وو.

نوموړي دا و نه ویل چې د اورلګېدنې علت څه و، خو څرګنده یې کړه چې لا هم څېړنې روانې دي.

صادقي زیاته کړه، چې: د پېښې له ځایه روغتون د وړل شویو ۱۲ تنو ټپيانو درملنه روانه ده.

په ورته وخت کې د ګیلان ولایت پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې څو مشکوک کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي: ایران په نړیواله کچه د معتادینو له جدي مشکل سره مخ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button