اروپا کې د سیاران په نوم توپان ۱۰ تنه وژلي

عزم (جمعه، د لړم۱۲مه، ۱۴۰۲): د اروپا په شمال لویدیځو سیمو کې د سیاران په نوم توپان ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې په توپان د فرانسې او جنوبي انګلستان ځینې جزیرې شدیدې اغېزمنې کړې او له امله یې یوازې په فرانسه کې یو میلیون خلک له برېښنا بې برخې شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې دغه توپان تر دې دمه ۱۰ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان هم دي.
د فرانسې حکومتي څېړنې ښيي چې د توپان له امله تېز بادونه چلېدل چې سرعت یې په یو ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره و.
د دغو بادونو له امله په ګڼو سیمو کې د تیلیفون تارونه شکېدلي او خلک له عامه خدمتونو بې برخې شوي.
په ورته وخت کې د انګلستان حکومت خپل اتباع خبر کړي چې ښايي د توپان لا زیاتې تېزېدنې له امله ونو او ځنګلونو ته هم زیان واوړي، چې خلک باید هلته له تګ راتګه لاس واخلي.
هېره دې نه وي چې د وروستي توپان له امله د اروپا په شمال لویدیځو سیمو کې ځينې لویې ترانسپورتي لارې هم تړل شوې دي.