موږ ولې د اسلامي امارت له دښمنانو کرکه لرو ؟

ليکنه ـ بدرالافکار

د اسلامي امارت دښمنان بېلابېلې بدرنګې بلاوې دي ، داسې بلاوې چې د حقيقت په ليدو يې انسان بوګنېږي ، د ژوند په مقصد د وږو ليوانو په څېر حملې کوي ، انسانيت سره سخته کينه لري ، امن او عدالت داړي ، حياء ته بد وايي ، سترګې يې څيرې او ژبې يې د مارانو په څېر دي ، په زړونو يې ، د زړونو په غوږونو او سترګو يې مُهر لګول شوی.

ـ د اسلامي امارت ځينې دښمنان کمونستان يا دهريان دي :

دوی نه الله مني او نه د الله جل جلاله دين ، غواړي انساني ټولنه د درنده ګانو يو ځنګل کړي ، کورنۍ نظام ونړوي ، ښځې ، مالونه او ځمکې شريکې کړي ، دوی زموږ ولس له يوې لسيزې زيات د وينو په درياب کې لمبولی، د ولس لکونه فرزندان يې ژوندي تر خاورو لاندې کړي ، مليونونه يې په شهادت رسولي ، مليونونه يې معيوب کړي او مليونونه يې د خپل هيواد پريښودو ته مجبور کړي چې تر ننه د مظلوميت او دربدرۍ ورځې شپې تيروي ، نو ځکه موږ ترې کرکه لرو.

ــ د اسلامي امارت ځينې دښمنان بيا ديموکراتان ، سيکولران ، افغان ملتيان او ستميان دي :

دوی هم نه په الله باور لري ، نه د الله په رسول او نه د الله په کتاب ، اسلام يې د ژبې پر سر د سياسي موخو لپاره دی ، د دوی خدای ولس او د خپلو ډلو غړي ، پيغمبران يې د ولس استازي او خپلو ډلو نماينده ګان ، او قوانين او دستورونه يې چې د تحريف شوي عيسويت نوې څېره هم ورته ويلای شو دين دی، دوی هم غواړي کورنۍ نظام تش په نامه پاتې شي ، اخلاقي ارزښتونه ليلام کړي ، بدکاري عامه کړي ، معيارونه بدل کړي ، څو کسه د ولس په شتمنيو خيټه واچوي ، ولس ذهناً غلام کړي ، دين له سياست نه لرې وساتي ، هوا او هوس واکمن کړي، دوی به تل د غرب لنډغرو ته سر په سجده ؤ او غوښتل به يې چې زموږ په هيواد يرغل وکړي ، دوی د صليب لښکرې رابدرګه کړې ، دوی زموږ په ولس د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کوله ، دوی صليب ته زموږ د هيواد د سپېڅلو فرزندانو جاسوسي کوي ، دوی د صليبيانو سره يو ځای زموږ په کورونو چاپې وهي ، دوی زموږ د ودونو خوښۍ په وير او غم بدلې کړې ، دوی زموږ د ولس شتمنۍ په حرفوي غلا ، لوټ او تالان کړې ، دوی زموږ د مقدساتو سپکاوی وکړ ، دوی هره ورځ زموږ دين ته سپکاوی کوي ، دوی زموږ اسلامي او ملي ارزښتونه په مسخره نيسي نو ځکه موږ ترې کرکه لرو .

ـ د اسلامي امارت ځينې دښمنان بيا منافقين دي :

دوی کمونستانو او ديموکراتانو ته وايي موږ له تاسو سره يو او د اسلامي امارت مجاهدينو ته وايي له تاسې سره يو ، موکې او د ترازو تلې ته ګوري ، کومه ځانګړې نظريه نلري ، په سياسي او مادي ګټو پسې ګرځي ، ضد او حسد پالي ، تفرق او درز اچونه يې له مهمو عاداتو څخه ده ، بيلې بيلې ډلې د خير په پلمه د شر لپاره جوړوي ښکنځل ، دروغ ، تهمت او بهتان يې اخلاقي ارزښتونه دي ، دوی د کمونستانو او ديموکراتانو په لمسون تل په دې هڅه کې وي چې د اسلامي امارت صف ته له داخل نه ضربه ورکړي او يا پرې د شا لخوا د خنجر وار وکړي.

کله چې دوی ته وويل شي چې فساد مه کوئ دوی وايي موږ مصلحان يو خو دوی رښتوني مفسدان دي نو ځکه موږ ترې کرکه لرو .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button