Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د افغانانو له ګډون پرته د نړيوالو غونډو تر شا سياسي موخې تعقيبېږي!

ټاکل شوې د راتلونکې ډېسمبر مياشتې پر۹ مه جرمني د افغانستان په تړاو د يوې غونډې کوربه وي، د دې غونډې اصلي اجنډا د هېواد سياسي او بشري وضعيت ارزونه ښودل شوې ده، که څه هم په لومړي سر کې داسې ويل کېدل، چې دې غونډه کې به د اسلامي امارت استازي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي، خو اټکل کېږي، چې دغه غونډه هم د نورو هغو په څېر د افغان حکومت له استازي پرته ترسره شي، دا چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغانستان په اړه غونډې جوړېږي او د افغانستان مسئله يې د بحث اصلي محور جوړوي، خو بيا هم د اسلامي امارت استازي ته په کې د ګډون بلنه نه ورکول کېږي، چې داسې غونډې د افغانستان د راتلونکي په اړه نه، بلکې تر شا يې سياسي موخو ته رسېدل دي!
کله چې د نړۍ زبرځواک هېوادونه په افغانستان کې له تاريخي ماتې سره مخ شول او هسې خوشې يې ترېليونونه ډالر له منځه لاړل، اوس په دې لټه کې دي، چې په افغانستان کې د يوه جامع حکومت په جوړولو سره خپل تاوانونه جبران کړي او د داسې حکومت په جوړولو ټينګار کوي،چې د دوی ګټې په کې خوندي ساتل شوې وي او د اړتيا په صورت کې دوی له همدغو اجيرو او کرايه شويو ډلو ټپلو ګټه پورته کړي او د تېر په شان د همدغو سياسي ډلو او احزابو له لوري د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخلې ته زمينه برابره شي.
په هر حال؛ د افغانستان په اړه چې په نړيوال سټېج يا د سيمې په کچه غونډې جوړېږي او افغان استازي په کې ګډون ونه کړي؛ هسې د وخت ضياع ده، ځکه په معامله، تعامل، حللاره، جرګو او هره بله مسئله کې به مقابل لوری حضور لري،څو خپلې خبرې، نيوکې او غوښتنې يو له بل سره شريکې کړي او يا داچې د مقابل لوري د اندېښنو او نيوکو پر وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړای شي، موږ وليدل چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د قضيې د هراړخيز حل په موخه په سيمه او نړۍ کې ګڼې غونډې ترسره شوي او د هر هېواد هڅه پر دې وه، چې د افغانستان په مسئله کې ځان وويني، کله غونډې جوړوي، کله اندېښنې څرګندوي، کله خواخوږي کوي او کله هم د اسلامي امارت د رسميت نه پېژندلو موضوع وړاندې کوي، کله وايي اوسنی حاکم نظام ټولشموله نه دی، کله د نجونو ښوونځي او کله بيا له کاره د افغان مېرمنو له محروميت يادونه کېږي،چې دا بيا له افغانانو سره خواخوږي نه، بلکې دا پر حاکم نظام يو ډول فشار راوستل دي، چې له همدې لارې د تېرو کلونو په شان خپلو کرايه شوي او نفوذي کسان په اوسني نظام کې د ننه کړي،نو دې هر څه ته په کتو کومې غونډې د اوسني حکومت د استازولۍ د نشتون په صورت کې ترسره کېږي هېڅ کومه پايله نه لري او نه به هم د افغانستان لپاره کومه مثبته ګټه ولري.
په هر حال که د افغانستان د راتلونکې په اړه غونډې جوړېږي، له ټولو به ښه دا وي،چې نړيواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او له هرې ممکنې لارې د موازي او اضافي مېکانېزمونو د رامنځته کولو پر ځای له رسمي او منل شوي ادرس سره اړيکه ونيسي؛ ځکه اسلامي امارت د ټولو قضيو لپاره واحد او با صلاحيته واک لري او اوس د الله (ج) په فضل او کرم سره په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې؛ نو ښه ده، چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتدارۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو ملاتړ وکړي او د بنديزونو پر لرې کولو او د افغانانو د ګنګل شوې پانګې آزادولو لپاره حللارې ولټوي، ځکه چې دا مهال په هېواد کې ډېرې غمېزې او کړکېچونه يا هم د امريکا او د هغې د متحدينو د شل کلن جنايت او يا هم د امريکا او ناټو د ظالمانه بنديزونو له امله دي!
له دوهم نړيوال جنګ وروسته د نړۍ ټول هېوادونه د بيا رغونې لپاره يو بل ته اړ شول چې سياسي او اقتصادي اړيکې سره وپالي. له دغو ګډو اړيکو څخه هر هېواد خپلې موخې او ګټې درلودې او د اقتصادي ودې لپاره يې هر ډول سياستونه وکارول،ځکه چې له دوهم نړيوال جنګ وروسته ټول هېوادونه په دې وپوهېدل،چې څنګه ځانونه متکي او پر ځان بسيا کړي، له اقتصادي اړيکو څخه په گټې اخیستنې ځينو هېوادونو داسې اقتصادي انقلابونه په خپل هېواد کې رامنځته کړل چې اوس کولای شي، پرته د نورو هېوادونو له وارداتو خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي او د نړۍ هېڅ ډول منفي تحول يې پر اقتصاد اغېزه ونه کړي.
داچې په نړيوال سټيج کې رسميت پيدا کول د دولتونو مهم لومړيتوب دی او د نړيوالو رسميت پېژندلو سره نه يوازې د دولتونو مشروعيت تړلی، بلکې د دولتونو تر منځ راکړه ورکړه له نړۍ سره، د هغوی سياسي او اقتصادي تعاملات په کور د ننه د ولس باور جوړونې په برخه کې پرمختګونه او په لويه کې په دايمي توګه د امنيت ثبات بدلېدل ډېر زيات مهم رول لوبوي او هغه هېوادونه چې حکومت يې په رسميت وپيژندل شي، په سياسي او اقتصادي برخو کې هم لا پرمختګ کولای شي، نو پکار ده چې له دغه فرصته ګټه واخيستل شي او افغانان خپلې ګټې داسې تعريف کړي، چې د ګردې نړۍ هېوادونه زموږ پر بقا، زموږ پر استحکام او له موږ سره په ګډ کار کولو کې خپل ثبات وګوري او له افغانانو سره ګډ کار ته ملا وتړي، د نړۍ مخ پر ودې هېوادونه که په رښتيا د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښمن وي او له افغان ولس سره خواخوږي لري، نو د نړيوالو فشارونو او بنديزونو پر ځای دې تعامل ته را وړاندې شي او اسلامي امارت دې په ورين تندي په رسميت وپېژني، دغه راز دې د افغانانو کنګل شوې پيسې راخوشې کړي، چې دا به له افغانستان سره د اوسني کړکېچن وضعيت په کابو کولو کې ډېره مرسته وکړي او په راتلونکي ژمي کې به د يوه بشري ناورين مخه ونيسي.

لیکنه: راشد آرین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button