Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

خپلواکي او افغانستان!

آزادي د الله (جل جلاله) هغه لوی او عظیم نعمت دی چې برخمن یې د اسلامي اصولو په رڼا کې خپلواک او په خپله اراده د بل له تسلط او واک پرته خپلې چارې پر مخ وړي او پرېکړې کوي. د آزادۍ له سیوري د گوتو په شمار هېوادونه برخمن دي هغه هم په ځينو برخو کې ، خو د الله (جل جلاله) په فضل او کرم زموږ هېواد اوس له دې نعمته په بشپړ ډول برخمن دی.
آزادي په کوم قېمت راغلې ؟
دا چې موجوده آزادي په کوم قېمت راغلې اندازه یې نه شې کیدای ، خو ځينو ته یې (موشت نمونه خروار) په لاندې ډول اشاره کوو:
۱- موجوده خپلواکي او آزادي د هغه حسینو زلمیو د قربانیو په بدل کې راغلې چې د جنگ په ډگر کې به یې د دین ، اسلام ، وطن او ملت په خاطر له سرو کفارو او اشغالگرو سره مقابله کې په خپلو سرونو لوبې کولې.
۲- موجوده خپلواکي او آزادي د هغه اتلانو د قربانیو په بدل کې راغلې چې ژوند به یې د هوساینې پر ځای په زندانونو کې د کفارو او ښکېلاکگرو تر ظلم او ستم لاندې په داسې حالت کې تېرولو چې په ویښتو او پښو به راځوړند کېدل ، په جوش شویو غوړو کې به اچول کېدل ، نوکان به یې په آمبور ویستل کیدل مطلب دا چې هغه عمل به یې ورسره کولو چې د اسلامي څه آن د انساني عقل څښتن هم هک حیران پاتې کوي ، خو د دوی دا کړنې دهغه څه تأیید کوي چې الله (جل جلاله) دوی حیوانات بلکې تر هغو هم ډېر گمراه بللي.
۳- موجوده خپلواکي او آزادي د هغه زخمیانو د زخمونو برکت دی،چې په مقدس جهاد کې یې رنگ رنگ تکلیفونه گاللي آن ځينو دواړه لاسونه او دواړې سترگې هم له لاسه ورکړي.
۴- موجوده خپلواکي او آزادي د هغه زلمیو د قربانیو نتیجه ده چې ژوندي به په ټانگونو پسې کشیدل ، اورونه ورته اچول کېدل ، په منځ به دوه ټوټې کېدل ، له طیارو به خورځول کېدل او داسې نورې غیر انساني کړنې به له دوی سره ترسره کېدې.
۵- موجوده خپلواکي او آزادي د هغه بې شمیره یتیمانو، کونډو او بورو میندو د آهونو او سلگیو نتیجه ده چې د زړونو ټوټې پلرونه او خاوندان یې له دوی څخه د اسلامي نظام ، خپلواکۍ او امن راوستلو په بدل کې د ابد پر لور کوچیدلي.
آزادي څه ده ؟
-آزادي د ظالم له ظلم د خلاصون په معنی ده.
-آزادي او خپلواکي د بل له تسلط پرته د پرېکړو په کولو کې د بشپړ واک او صلاحیت درلودلو ته وایي.
– خپلواکي او آزادي د یو عمل پر وړاندې د نورو له مداخلې پرته د تصمیم نیولو په معنی ده.
– آزادي د پردیو د فرمایشاتو نه منلو ته وایي.
– آزادي په خپل هېواد کې د بهرنیو د اشغال او سلطې نه درلودلو ته وایي.
– د آزاد هېواد اطلاق پر هغه هېواد کېږي چې په سیاسي او اقتصادي لحاظ د بل چا تر تأثیر لاندې نه وي واقع.
-آزادي د خپل هیواد په تاوان او دبل هیواد په گټه د عمل نه ترسره کولو ته وایي.
-آزادي د بهرني استعمار د نشتون په معنی ده.
د آزادۍ په شتون کې مو د وطن حال:
الحمدلله زموږ گران هېواد اوس په خپله مستقل ، آزاد او خپلواک دی ، دلته اوس هغه ځواک واکمن دی چې د دین له اصولو سره سمې او د ملت په گټه پرېکړې په خپله کوي، بل چاته پکې د مداخلې ځای نشته ، دلته اوس د نورو هېوادونو فرمایشات کار نه ورکوي ، اوس اخطار ته په اخطار جواب ورکول کېږي ، امیر مو یو او د همدې یوه امیر امر ته لبیک ویل کېږي .
بودیجه مو مستقله او د نورو له مرستو خالي له داخلي عوایدو برابرېږي ، اوس د لویو او سترو پروژو کارونه ښه په چټکۍ روان دي څوک مخنیوي نه شي کولای او نه ورته خنډ جوړولای شي ، امنیت داسې تأمین شوی چې ساری یې نه تر سترگو کېږي . د دولت او ملت تر منځ مو واټن شتون نه لري، ملت د دولت او دولت له ملت څخه خپل ملاټر کوي، د مدرسې، مکتب او پوهنتون تر منځ مو واټن پای موندلی، د بل هېواد چارواکي له اجازې پرته زموږ وطن ته نه شي دا خلېدای . د دښمنۍ را منځ ته کولو پر ځای مو هېواد کې مخکینیو دښمنیو ته د پای ټکۍ ایښودل کېږي بیلگې یې ډیرې خو د نورستان ولایت د قومونو تر منځ څه باندې ۹۰ کلنه دښمني پای ته رسول یې د مثال په ډول په گوته کوم ، اوس مو د هېواد اناثو طبقې ته د بې حیایۍ پر ځای پړونی ور په سر کېږي . ځواکونه د واشنګټن د ساتلو لپاره نه کارول کېږي، سرحدونه مو امن او د هېواد پر خاوره مو څوک د لویشت قدر د نیولو هڅه هم نه شي کولای او نه ورته پریښودل کېږي، د توپنگچې د وار ځواب په فیکا ورکول کېږي . د وطن د کانونو د استخراجه لاسته راغلې پیسې د وطن په آبادولو، د ملت لپاره د سهولتونو رامنځ ته کولو، د لویو لارو پر جوړولو او پر نشه د روږدو کسانو په درملنه مصرفېږي، افغانۍ د ډالر پر وړاندې داسې ارزښت پیدا کړی چې نړیوال هم ورته گوته په غاښ دي .
دلته هر څه د شریعت په دائره کې د ننه تر سره کېږي، هر ځوان مو خپل فرهنگ او کلتور ته وفادار د خپلو مشرانو ، پوهانو او علماوو تقلید کوي .
دې ته ورته ډېرې خوبیانې موجودې دي خو دا چې زما قلم یې له لیکلو عاجز دی نو پر همدې بسنه کوم.

لیکنه: سید یحیی عمر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button