په مزارشریف کې د هند په کونسلګرۍ تر سهار وختي هم بریدونه روان دي

عزم : دوشنبه 14 جدی 1394 ) تېر ماخوستن شاوخوا اته نیمو بجو کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د هند په کونسلګرۍ ډله ییزبریدونه پیل شول .

ویل کیږي وسله وال یو تش کور ته ننوتي او د هندوستان په کونسلګرۍ ډزې کوي .

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري رسنیو ته نن سهار وختي ویلي ، وسله وال په کونسلګرۍ ډزې کوي خو معلومیږي چې مهمات ورسره ختم شوي دي ځکه ډزي ډېرې کمې کوي.

د بلخ د والي ویاند فرهاد د برید ګرو شمېر ۶ تنه ښودلی ده .

ډاکټر خواجه نور محمد فیض چې په مزار شریف کې دملکي روغتون سرطبیب ده وایي ، روغتون ته  ۷ ټپيان راوړل شوي ، چې ۵ پولیس او ۲ ملکي وګړي دي چې د ۲ پولیسو روغتیایي حلات د اندېښنې وړ دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي په کونسلګرۍ کې کارکونکو ته مرګ ژوبله نده اوښتې او په کونسګلرۍ بریدونه یې غندلي دي

تر دې مهاله د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلي په غاړه ندی اخستی .

اصف افعان

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button