اعتراف:/حمدالله فطرت

په زړه کي پر خپله میرمن شکمن وو خو په زوره چي دماشومانو مور یې هم واوري خپلو ماشوماتو ته وویل: زما د واسکټ له جیبه لس زره افغانۍ ورکې شوې دي چا وراخیستي؟

ګورئ بچیانو !

غلا ډیر بد کار دی، تاسو چي هر وخت پیسو ته اړتیا ولرئ ماته وایاست زه یې خپله درکوم، دا پیسي که هرچا ور اخیستي وي تر ماښامه وخت لرئ چي بیرته یې زما د واسکټ په جیب کي کښیږدي… او کنه بیا به دشکایت حق نلري…

پر ماشومانو یې نظر وګرځاوو دټولو څیرې یې تر نظر تیرې کړې او بیا یې وویل: همممم یاني تاسو نه دي غلا کړې

ها؟!

اته کلن زوی یې ولاړ شو او دکور له یوه ګوټه یې پیسې راوړې او پلار ته یې ونیوې، پلار یې فکر نه کاوو چي ماشوم زوی دي یې دومره جرأت وکړي چي هم دي غلا وکړي او هم دي بیرته دټولو په مخ کې پر غلا اعتراف وکړي…

پلار زوی ته په مینه وویل: بچیه! ولې دي یوځل پیسې غلا کړې او بیا دي بیرته پخپله راوړې او هغه هم دټولو په مخ کې؟!

زوی یې په معصومه لهجه ورته وویل: پلارجانه!ماته مې ښوونکي ویلي وو چي درواغ ویل تر غلا کولو هم ستره ګناه ده، تا چي له موږ ټولو وپوښتل چي موږ غلا کړې ده او کنه؟!

نو ما نه غوښتل چي هم دي غلاګن یم او هم درواغجن شم، ځکه ولاړم او پیسې مې درته راوړې…

لیکوال:حمدالله حلمیار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

  • درواغ د ټولو ګناهونو مور ده
  • اسلامي زده کړه ماشومان له ګناهونو راګرځوي
  • شک کول ګناه ده
  • پر غلطي اعتراف کول او پښیماني سړیتوب ده
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button