د روزګان په دهراود کې ۳۵ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم : (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ ل): د روزګان ولایت له دهراود ولسوالۍ نه د سختې جګړې خبر ور کول شوی.
د سیمې یوه تن وسېدونکي د امین الله په نوم عزم ته وویل ، تېره ورځ د حکومتي عسکرو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه پیل شوه چې تر نیمې شپې پورې دوام وکړ، امین الله وایي په جکړه کې ۲۰ تنه پولیس وژل شوي اوتر ۱۵ پورې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو هم په خپل ویب پاڼه لیکلي، د روز ګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د مرچي په سیمه کې له ګډاګي دښمن سره درنه نښته شوې او د دښمن ۲۰ تنه پولیس او عسکر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.
طالبان وایي، جګړې د شپې تر ۲ بجو پورې دوام وکړ او له دښمن څخه ۴ امریکایي ثقیلان ، ۸ امریکایي ټوپکونه ، ۳ راکټونه اوګڼ مهمات غنیمت شوي اودښمن له سیمې نه په تېښته بریالی شوی ، دوی وایي په جګړه کې ۲ تنه طالبان زخمیان شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
اصف افغان