په هالنډ کې یوې ترافیکې پېښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

عزم(سه شنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۲): د هالنډ چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار د دې ښار مرکز ته نږدې په هاګ ښار کې د مسافرو یو ریل ګاډی له کرښې اوښتی دی.
د چارواکو له قوله چې یاده پېښه نن سه شنبه سهار وختې رامنځته شوې چې تر دې دمه یو تن پکې مړ او پوره ۳۰ کسان نور ټپیان دي.
دمسسولینو په حواله چې یاد ریل ګاډی له ساختماني وسایلو سره تر ټکر وروسته له پټلۍ اوښتی دی.
د راپوررونو پر بنا چې ۱۱ تنه یې د همدې سیمې اوسیدونکي دي او د ډېریو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
یاد ریل ګاډي کې تر۰ ۶تنو سپاره وو چې غوښتل یې د هالنډ له پلازمېنې امسټردام څخه پاریس ته ولاړ شي.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې دوی سهار وختي شاوخوا درې نیمې بجې د یوې لویې چاودنې غږ واورېد، چې ورسته په هماغه ځای کې اور بل شو. د عیني شاهدانو له خولې چې وروسته د اوروژونکو د موټرونو او امبولانسونو اوازونه هم اورېدل کېدل.