په بلخ او نیمروز ولایتونو کې داعش خوارجو پر پټنځایونو عملیات ترسره شوي دي

عزم(سه شنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۲): د بلخ ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۶ داعش خوارج وژل شوي دي.
د یاد ولایت امنیه قومنداني زیاتوي چې دا عملیات یې د نهرشاهي ولسوالۍ په انجنر مهدي سیمه کې د داعش خوارجو پر یوه پټنځای تر سره کړي چې پکې ددې ډلې ټولټال ۶ تنه له منځه تللي دي.
د مسوولینو په وینا چې په یادو عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوي چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د داعش خوارجو پر څو پټنځایونو عملیات کړي چې ګڼ شمېر یې پکې له منځه وړي او یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسونو ته غورځيدلي دي.
د یو بل خبر له مخې د بغلان ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس د یاد ولایت په ده‌صلاح ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پایله کې یې د یو میل دهشکې او یو میل هشتاد دو په ګډون ګڼشمیر سپکې او درنې وسلې تر لاسه کړي. په یاد شمېر وسلو کې ۶۰ بکسې د پیکا، ۹ فایره د بم یک او ۶ فایره د هاوان مرمۍ نیول شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button