د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې له عمومي رئيس الرحمن سره وکتل

عزم(سه شنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر خبر ورکوي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له عمومي رئیس قاري عزیز الرحمن سره کتلي دي.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئيس د خپلو لاسته راوړنو، د غوره چاپېریال او اقلیم په رامنځته کولو او د راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره مالومات شریک کړل.
قاري عزیز الرحمن وویل: افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلونو سره مخ او ترې زیانمن شوی چې د دوی اداره یې په خوندیتوب کې هڅې کوي. همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د خپل پرسونل د ظرفیت لوړول ورته لومړیتوب دی.
په ورته وخت کې د ریاست الوزار سیاسي مرستیال ټینګار کاوه چې د چاپيریال او هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دې له شته امکاناتو او ظرفیتونو څخه کار واخیستل شي. د نوموړي په خبره چې د چاپېریال ساتنې او رغونې په پار دې د ټولو ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شي. همدرانګه نوموړي له عامو وګړو، د ادارو کارمندانو او صنعتکارانو وغوښتل چې د چاپیریال په ساتولو کې دې خپل رول ادا کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button