غزل / حريتمل

مشفق حريتمل
اوس ازادۍ ته لږې شپې لږې شیبې پاتې دي.
د نیکمرغۍ ژوندون ته کمې فاصلې پاتې دي
اوس نور ناټو په ګونډو شوې ده زما کلي کې
اوس یې کباړ ټانګ او موټر او طیارې پاتې دي.
کلیسا ډېرې هڅې وکړې چې یې ونړوي
خو شکر لا جومات ژوندی دی مدرسې پاتې دي.
مایوسه نشئ حالات نوي نوي زېرې راوړي
د یرغلګرو شومې ټولې ارادې پاتې دي
ملي عسکره ژوند دې بچ کړه عقیده دې بچ کړه
ستا په خاطر راسره ډېرې اندېښنې پاتې دي.
زلمي طالب د ازادۍ په ارمان ځان فدا کړ
ګردجنې زلفي یې په مخ باندې خورې پاتې دي
مونږه له جنګ نه سوله سل کرته غوره بولو
خو دغې سوله کې بلا ډېرې کیسې پاتې دي
سوله وي څنګه سوله کفر سره نه شي کیدای
سوله ناشونې ده تر کومه چې اډې پاتې دي
مشفقه مونږ د ازادۍ له پاره ځان ځاروو
زړو کې مو درد ده او په خولو مو ترانې پاتې دي.